د لیبیا موقتي چارواکو د معمر قدافي طرفدارو قواو ته د ( سرت ) په ښار ګوټي کي چی د قدافي پلرنی ښارګوټی دی، د څلورو ورځو د پاره وروستی مهلت ورکړی چی ځانونه تسلیم کړي.
د ملي انتقالي شورا رئیس مصطفی عبدالجلیل وویل چي که د معمر قدافي قواوي مذاکراتو ته غاړه کښې نه ږدي او د شنبې تر ورځی پوري ځانونه تسلیم نه کړي، نو دده قواوي به د ( سرت ) په ښارګوټي باندي نظامي اقدامات وکړي.
د قدافي مخالفي قواوي وایي چی دوی د قدافي د دغه وروستي مورچل د نیولو د پاره وروستۍ جګړې ته ځانونه چمتو کوي. دغه وروستی مهلت اصلا د سرت په اړه ورکړه سوی دی، مګر په بن ولید او د صبا په جنوبي ښار کي هم د تطبیق وړ دی.
د تیري هفتې را هیسي چي د قدافي مخالفو قواو پایتخت طرابلس نیولی دی، نه قدافي او نه د هغه د زیات واک اختیار زامن چا لیدلي دي. ځیني خلک په دې باور لري چي د لیبیا دغه پخوانی مشر به په جنوب کي کوم ځای پټ وي.