د لاس رسي وړ اتصالات

د لیبیا د ثبات لپاره د ملگرو ملتونو هڅې


د معمر قذافي له واکه غورځولو او وژلو څخه وروسته، لیبیا د تاوتریخوالي او سیاسي کړکیچونو شاهده ده
د معمر قذافي له واکه غورځولو او وژلو څخه وروسته، لیبیا د تاوتریخوالي او سیاسي کړکیچونو شاهده ده

په مراکش کې نن د لبیا د سیالو ډلو ترمنځ د سولې هغه خبرې چې ملگري ملتونه یې مشري په غاړه لري، له سره پیلیږي. د دې خبرو موخه په لبیا کې د ملي وحدت د حکومت رامنځ ته کول دي.

د نن ورځې خبرې وروسته له هغه ترسره کیږي چې لبیا پرون د ملگرو ملتونو د امنیت له شورا څخه د وسلو د بندیز د لرې کولو غوښتنه وکړه چې وشی کړای د اسلامی دولت د جنگیالیو د مخ پر ودو گواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي.

د نن ورځې خبرې پداسې حال کې کیږي چې د لیبیا صدراعظم عبدالله الثاني پرون اردن ته تللی و. د ښاغلي الثاني د دې سفر موخه د اردن او لیبیا ترمنځ د همکاریو او د هغه گډ عربی ځواک د جوړولو همغږی کول وو چې اردن، مصر، متحده عربي امارات او سعودي عربستان یې ملاتړ کوي او د مصر د جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي لخوا یې وړاندیز شوی و چېد ترهگرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او د داعش په څېر د ترهگرو ډلو مخنیوی وکړي .

د لیبیا د وضعیت د با ثباته کولو او د ترهگرو ډلو پر وړاندې د گډ عربي ځواک هڅې پداسې حال کې روانې دي چې د هغه هېواد لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي برنردینو لیون د لیبیا عمومي وضعیت خراب بللی دی او ویلي دي چې لیبیا نور د سیاسي او وسلوالو کړکېچونو زغم نه لري.

د ښاغلي لیون په وینا د لیبیا د حکومت او هغه هېواد د ځمکني بشپرتیا پر وړاندې خطرونه رښتیني او ژرپېپښېدونکي دي.

لیبیا په ٢٠١١ کال کې د معمر قذافي له واکه غورځولو او وژلو څخه وروسته، د تاوتریخوالي او سیاسي کړکیچونو شاهده ده.

اسلامي بنسټ پالې ډلې چې طرابلس یې په ولکه کې دی او یو بېل پارلمان یې جوړ کړی دی، په نړېواله کچه د لیبیا په رسمیت پیژندل شوي حکومت فشار اچوي چې د هغه هېواد ختیځ خوا ته وتنبول شي.

له بلې خوا د لیبیا د کړکیچن سیاسي حالت په وجه ددې هیواد د تیلو زیرمې هم له گواښ سره مخامخ دي. د لیبیا د تیلو دولتي شرکت د اسلامي دولت د ډلې له بریدونو وروسته د هیواد د تیلو ١١ ساحې غیر فعالې اعلان کړې.

دا شرکت په طرابلس کې واکمن مقامات چې د اسلامپالو ملیشو له خوا واکمن شوي د لیبیا د تیلو د زیرمو په نه ژغورنې ملامتوي.

XS
SM
MD
LG