د لاس رسي وړ اتصالات

لیبیا کې ناامني او د نوي حکومت د اعلانولو تیاری


لیبیا کې ناامني او د نوي حکومت د اعلانولو تیاری
لیبیا کې ناامني او د نوي حکومت د اعلانولو تیاری

په داسې حال کې چې طرابلس ته نژدې بندر کې پرون د پوځي موټرو په یو ګدام کې یو لړ چاودنې وشوې د لیبیا د انتقالي شورا رئیس محمود جبریل د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې کې وینا وکړه.

د لیبیا د انتقالي شورا یو سرتیری اسامه د موټرو په ګدام کې د چاودنو په اړه وایي:

" دا چاودنې د سمندري ځواک د اډې د تیلو په کارخانه کې شوي. کچیرې دا د ورانکارو عمل وي نو مونږ یې مقابلې ته تیار یو."

د تیر اګست راهیسې چې د لیبیا د انتقالي ادارې ځواکونو طرابلس نیولی په پلازمینه کې کومه جدي امنیتي پیښه نه ده رامنځ ته شوې.

په دې ترڅ کې د سیرت په ښار کې د انتقالي شورا په سلګونو سرتیري چې پر توغندیو او درندو توپونو سمبال و د معمرالقذافي د کورني ښار په لور پرمخ روان دي.

درندو چاودنو ښار لړزاوه او په داسې حال ترې لوګي پورته کیدل چې د قذافي پلويانو د هاوانو او توغندیو ځوابیه ډزې کولې.

د سیرت ښار چې د طرابلس په څلور سوه کیلومیترۍ کې د مدیترانې بحیرې پر ساحل پروت دی، د قذافي له دریو عمدو مرکزونو څخه دی چې د لیبیا انتقالي ادارې ته له تسلیمیدو ډډه کوي.

د لیبیا انتقالي شورا چې اوس ددې هیواد رسمي واکمنه ګڼل کیږي اوس هم پر هیواد باندې د پوره ولکې لپاره هڅه کوي.

په دې ترڅ کې د شنبې په ورځ ددې شورا رئیس مصطفی عبدالجلیل پرون وویل چې دا شورا به په راتلونکې اونۍ کې نوی لنډمهاله حکومت اعلان کړي.

دا په داسې حال کې دي چې ددې شورا اجرائیوي رئیس محمود جبریل او د مصر د بهرنیو چارو وزیر محمد کمال امر دواړو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته ویناوی وکړې.

ښاغلي جبریل پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې پر لیبیا باندې لګیدلي بندیزونه لیری کړي. هغه وویل، نوې لیبیا چې د دموکراسۍ او نړیوالې ټولنې سره د پیوستون هوډ لري، خپل ژوند پیل کوي.

" نن زه ستاسو عالي جنابانو په وړاندې ولاړ یم تر څو نړۍ ته څرګنده کړم چې نوې لیبیا په ټوکیدو ده. داسې لیبیا چې راتلونکې ته ګوري، خپلې بیا پرمختیا ته پاملرنه کوي، یوه لیبیا چې غواړي خپل ټپونه ورغوي، پر خپلو دردونو بریالۍ شي او د نورې نړۍ سره پیوستون غواړي. لیبیا غواړي چې ځان ورغوي او خپل تاریخ اصلاح کړي."

نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت پر شورا غږ وکړ چې د لیبیا پر شتمنیتو باندې بندیزونه لیرې کړي چې دا هیواد د خپلې پرمختیا لګښت ادا کاندي.

XS
SM
MD
LG