د لاس رسي وړ اتصالات

پر ټرمپ انتقاد؛ چني د امریکا استازو مجلس کې د جمهوري غوښتونکو له مشرۍ لرې شوه


د کانګریس د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړې، لز چني
د کانګریس د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکي ګوند غړې، لز چني

د امریکا د کانګریس د استازو په مجلس کې جمهوري غوښتونکو وروسته تر هغه لیز چني د ګوند د مشرتابه څخه لیرې کړله چې په مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یې انتقاد وکړ.

میرمن چني په ټرمپ د هغې ادعا په خاطر انتقاد کړی و چې وایي جمهور رئیس بایډن نه بلکې ده په مشروع توګه د نومبر د میاشتې د جمهوري ریاست انتخابات ګټلي دي.

لیز چني چې د امریکا د پخواني جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش د مرستیال ډک چیني لور ده، د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د کنفرانس مشري کوي. میرمن چني د استازو په مجلس کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند دریم جګپوړی مقام دی چې دنده یې ولس ته د ګوند د پیغام رسول دي.

جمهوري غوښتونکو نن چارشنبه، مې ۱۲ (غوایي ۲۲) د هغې د لیرې کیدو لپاره رایه ګیري وکړله.

میرمن چني د استازو په مجلس کې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د دویم ځل محاکمه کیدو لپاره هم مثبته رایه ورکړې وه. ټرمپ پدې خاطر محاکمه کیده چې د جنوري په میاشت کې د کانګریس په ودانۍ یې خلک برید کولو ته پارولي وو.

میرمن چني د سه شنبه په شپه، د استازو مجلس په غونډې کې د ښاغلي ټرمپ دا هڅې چې د انتخاباتو نتیجه غیر مشروع بولي، امریکا ته د یو بیساري ګواښ په توګه یاد کړ.

هغې وویل: " یو مخکني جمهور رئیس چې د کانګریس په ماڼۍ یې د تشدد نه ډک برید ته خلک پارولي وو، بیا یې تندې هلې ځلې پیل کړي چې امریکایان پدې قانع کړي چې د هغه څخه انتخابات غلا شوي."

میرمن چني وویل چې هغه (ټرمپ) د نور تشدد خطر پیښوي.

لیز چني د خپلې سر سختې محافظه کاره سابقې په دفاع کې وویل چې "تر ټولو محافظه کارانه اصول د قانون حاکمیت ته درناوی دی."

هغې همدارنګه وویل د هغو په مقابل کې به چوپه خوله پاتې نشي چې ګوند لاندې خوا ته کشوي، قانون پریږدي او د پخواني جمهور رئیس سره لاس یو کوي چې زمونږ دموکراسي کمزوري کړي. "

XS
SM
MD
LG