د لاس رسي وړ اتصالات

ولې د امریکايي رسنیو ډېر پام د احمد خان رحمي پلار ته اوښتی


احمد خان رحمي اته ویشت کلن د او په اوه کلنۍ کې متحده ایالاتو ته راغلی دی.
احمد خان رحمي اته ویشت کلن د او په اوه کلنۍ کې متحده ایالاتو ته راغلی دی.

د نیویارک او نیوجرسي په ایالتونو کې د بمي چاودونو نه وروسته اوس ټول پام د مشکوک احمد خان رحمي پلار ته اوښتې ده.

د احمد خان رحمي پلار چې پرون د سه شنبې په ورځ یې د مطبوعاتو سره خبرې کولې، وایي چې د خپل زوی د کړنو په هکله یې درې کاله وړاندې امنیتي ادارو ته معلومات ورکړي و خو امنیتي ادارو خپل کار په سمه توګه ونکړ.

د احمد خان رحمي پلار وایي چې زوی یې پدې خاطر زندان ته واچاوه چې خپل ورور او مور یې په چاقو وهلي و.

سره لدې چې خبریالانو د هغه نه ګڼې پوښتنې کولې خو د احمد خان پلار یې ځواب نه درلود. امام علي جبار چې په سیمه کې د دار الاسلام په نامه یو جومات ملا امام دی ، وایي چې د احمد خان پلار نیک انسان دی.

" زه د هغه پلار پیژنم. هغه یو ریښتینی مسلمان دی. "

د جومات دغه ملا امام وایي چې د همدې تازه پیښو له وجې په ټولنه کې د هغه کار هم سخت شویدی.

" کار کول ډیر سخت شویدي. زه اوس باید چې سیاسي پوښتنو ته ځوابونه ووایم، مطبوعاتو ته هم ځوابونه باید ووایم او بله دا چې ټولنه هم ځواب ویل غواړي. "

ښاغلی جبار وایي چې تشدد په اسلام کې نشته او وایي که چیرته "یو څوک بل انسان بې وجې ووژني، دا معنی ورکوي لکه ټول انسانیت یې چې وژلی وی. "

د جومات دغه امام همدارنګه وایي چې په ټولنې کې تقریباً ټول خلک پیژني او ټول یې اسلامي اصولو ته پابند دي خو هغه امریکا غږ ته وویل چې پکار ده اوس د ټولنې د راتلونکې نسل په هکله هم پوره معلومات ولري.

" مونږ دلته اکثره کورنۍ پیژنو خو اوس پکار ده چې د هغوي د ماشومانو په هکله هم معلومات تر لاسه کړو. "

سره لدې چې امریکایي مطبوعاتو ویلي دي چې احمد خان رحمي د افغانستان دی خو داسې هم ویل شویدي چې د هغه میرمن د پاکستان ده. د سې ان ان تلویزیون په یو راپور کې ویل شویدي چې د هغه میرمن عاصیه بي بي رحمي اوس په عربي متحده اماراتو کې ده او د امریکایي چارواکو سره یې خبرې کړیدي.

عاصیه بي بي د نیویارک په ښار کې د بمي چاودنو نه څو ورځې وړاندې د امریکا نه وتلې وه.

د امریکا فدرالي تحقیق کوونکو همدارنګه ویلي دي چې احمد خان رحمي د بمونو جوړولو ځیني سامان د انټرنټ له لارې په اېبي کې اخیستې و. پدې سایټ کې خلک د نړۍ د بیلا بیلو ځایونو نه شیان آن لاین یا د انټرنټ د لارې اخلي.

په تحقیقاتو کې معلومه شویده چې احمد خان رحمي د موبایل هغه ټیلېفونونه چې د بم د چاودنې لپاره ترې کار اخیستل کیده، په یو سټور کې اخیستي دي چې پنځه سوه متره د هغه ځای نه لیرې پروت دی چې یو وخت هغه د خپل کور آدرس ورکړی و.

د نیول کیدو پر وخت د رحمي سره یوه کتابچه هم پیدا شویده. په کتابچه کې هغه د القاعده د شبکې د پخواني غړي انور العولقي صفتونه کړیدي چې په 2011 کال کې په یمن کې د امریکا په هوایي برید کې ووژل شو.

احمد خان رحمي پخپلې کتابچې کې د القاعده د شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن ته د "ورور" خطاب کړی چې امریکایي ځواکونو په پاکستان کې وواژه.

XS
SM
MD
LG