د لاس رسي وړ اتصالات

سمنګان کې ۹ سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي ـ چارواکي


طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

د سمنګان ولایت په دره صوف ولسوالۍ کې د طالبانو په برید کې نهه تنه سیمه ییز پاڅونوال وژل شوي دي.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي نن چهارشنبه اپرېل ۲۹ (غوایي۱۰) د یاد خبر په تائید سره امریکا غږ اشنا ته وویل چې په نښته کې اووه نور سیمه ییز پاڅونوال ټپیان شوي هم دي.

هغه وویل، طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې په ډاګه نه کړ.

پر همدې مهال د سمنګان د ولایتي شورا مشر راز محمد هم امریکا غږ اشنا ته وویل چې طالبانو تېره شپه له درې اړخونو په دره صوف ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل چې په وینا یې سیمه ییزو پاڅونوالو ته درنه مرګ ژوبلې اوښتې ده.

چارواکي وايي، نښتې څو ساعته دوام درلود چې وروسته طالبان له سیمې څخه په شا وتمبول شول.

یوې بلې امنیتي سرچینې بیا د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وویل چې په دغه نښته کې ۱۵ طالبان هم وژل شوي دي.

بلخوا د سمنګان د پولیسو ویاند منیر رحیمي وايي چې طالبان له سیمې څخه پر شا تمبول شوي او د پېښې ځای د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG