د لاس رسي وړ اتصالات

تخار او ننګرهار کې ۱۸ امنیتي سرتیري او ولسي پاڅون کوونکي وژل شوي


عکس ( ارشیف) په تیرو دوو اونیو کې یو ځل بیا د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې جګړې زیاتې شوي
عکس ( ارشیف) په تیرو دوو اونیو کې یو ځل بیا د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې جګړې زیاتې شوي

افغان چارواکي وايي، چې په تخار او ننګرهار ولایتونو کې د طالبانو د تیرې شپې اګست ۱۹ ( زمري ۲۹) بریدونو کې ۱۸ امنیتي سرتیري او ولسی پاڅون کوونکي وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د تخار ولایتي چارواکي وايي، تیره شپه طالب وسله والو د دغه ولایت د خواجه بهاوالدین په ولسوالۍ کې د افغان حکومت پلوي ولسي پاڅون کوونکو وسله والو په امنیتي پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې ۱۳ پاڅون کوونکي وژل شوي.

د تخار د پولیسو ویاند عبدالخلیل اسیر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د طالبانو په بریدونو کې ۴ تنه نور پاڅون کوونکي ټپیان شوي هم دي.

ښاغلي اسیر وویل، چې وژل شوي کسان د ملک احمد تاتار په نامه یو پخواني قوماندان پورې تړاو لري چې اوس مهال د طالبانو پر خلاف یې وسلې اخیستي دي.

د چارواکو د وینا له مخې تېره شپه ۱۲ بجې طالبانو د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په لاله ګذر، لب جر، میدان بزکشي، ګلبهار او دروازه کن په کلیو کې د پاڅوانوالو پر پوستو بریدونه وکړل.

د تخار د پولیسو ویاند عبدالخلیل اسیر وايي چې د جګړې سیمې ته ګډ کمکي ځواکونه رسیدلي، چې د جګړې په دوام کې د سرحدي کنډک یو تن سرتېری وژل شوی او دوه تنه نور یې ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي چې په دغه جګړه کې د خواجه بهاوالدین د پولیسو یو هاموی پوځي وسیله هم تخریب شوې ده.

اسیر وايي چې جګړې دوه ساعته دوام وکړ خو د مخالفینو د تلفاتو په اړه دقیق ارقام نه لري.

په دې وروستیو میاشتو کې د تخار په ولسوالیو کې د پاڅوانوالو او پولیسو پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه زیات شوي.

د دغه ولایت خلک اندیښمن دي چې د تالقانو ښار مخ پر ناامنه کیدو دی.

څو ورځې وړاندې د تخار په مرکز تالقان ښار کې د دغه ښار یوې مشهورې لیسې ته هم د نامعلومو کسانو له خوا اور اچول شوی و.

د ننګرهار په خوږیاڼیو کې جګړه

د بلې خوا د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې تیره شپه وسله والو طالبانو د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو ډله ییز برید کړی.

چارواکي وايي طالبانو تېره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ په نکوړخېلو ډاګو سیمه کې د سرحدي ځواکونو پر پوستو ډله ییز برید کړی چې له امله یې څلور حکومتي سرتیري وژل شوي دي.

د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي جګړه تېره شپه دوه بجې پیل شوې وه او څو ساعته یې دوام کړی دی.

نوموړی وايي دغه جګړه کې دوه پولیس ټپیان هم دي او د طالبانو د ډلې لس وسله وال هم وژل شوي دي.

د سیمې یو اوسېدونکي خالد امریکا غږ ته وویل چې جګړې څو ساعته دوام کړی او له څلورو خواوو څخه یې پر پوستو د سپکو او درنو وسلو ډزې کولې، خو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

تر اوسه طالبانو د دغه ډله ییز برید په اړه څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG