د لاس رسي وړ اتصالات

د لوگر په ناامنه لارو امنیتي پوستې جوړیږي


د لوګر امنيتي منسوبينو ويلي چې په دغه ولايت کې ولسواليو ته د غځېدو لارو په امن کولو کار کوي. ددې ولايت يو شمېر اوسېدونکي بيا دا غوښتنه لري چې د پل علم ښار امنيتي وضعيت ته دې هم جدي پاملرنه وکړي.

په داسې حال کې چې د لوګر د ولسواليو د لارو د امنيت نه خونديتوب په اړه د خلکو اندېښنې زياتې شوي، ددغه ولايت امنيتي منسوبين په دې برخه کې د کوټلو ګامونو اخيستو خبر ورکوي.

د لوګر امنيه قوماندان سمونوال رحم خدا مخلص وايي چې ولسواليو ته د غځېدلو لارو د امن کولو لپاره يې کار شروع کړی او د هغو لارو په اوږدو کې چې نبسي ډېرې نا امنه دي، امنيتي پوستې جوړوي.

هغه وويل: ”موږ د ټولو ساحو لپاره مشخص پلانونه لرو، د برکي برک په ساحه کې مو پرسونل ځای پرځای کړی، د لارې د امنيت په اړه يې هم کار کوو او د پل علم او نورو ولسواليو لپاره هم مشخص پلان لرو چې پلټونکي عمليات ترسره کړو‟.

په ورته وخت کې د لوګر اوسېدونکي ولسواليو تر پر غځېدلو لارو د امنيتي پوستو جوړول ګټور بولي،
په ورته وخت کې د لوګر اوسېدونکي ولسواليو تر پر غځېدلو لارو د امنيتي پوستو جوړول ګټور بولي،

د لوګر پوليس محمد ظريف له خپلو نورو ملګرو سره د محمدآغې ولسوالۍ د لارې د امنيت ساتلو مسؤليت پرغاړه لري. هغه وايي، چې ددې لارې په اوږدو کې يې د ګڼ شمېر بريدونو مخه نيولې ده.

په تېرو دوو کلونو کې د لوګر ولايت پر نورو لارو سربېره د کابل – لوګر لار چې پر محمد آغې ولسوالۍ تېره شوې، ناامنه وه او حکومتي کارکوونکو ته پرې تګ راتګ ستونزمن و.

په ورته وخت کې د لوګر اوسېدونکي ولسواليو تر پر غځېدلو لارو د امنيتي پوستو جوړول ګټور بولي، خو له حکومت نه يې غوښتنه دا ده چې د مرکز پل علم امنيتي وضعيت ته دې هم جدي توجه وکړي.

پل علم ښار اوسېدونکی مطيع الله سرور په همدې هکله وايي: ”د مرکز پل علم هغو سيمو ته چې د شپې له خوا همېشه د حکومت او طالبانو ترمنځ د نښتو شاهدې دي، د امنيت د ټينګښت لپاره ورته توجه وکړي‟.

خو دغو ټولو خبرو ته په پام سره د لوګر قومي مشر سيدفرهاد اکبري له ځايي حکومتي چارواکو غوښتنه لري، چې د لارو د امنيت ساتنې لپاره دې د امنيتي پوستو پر ځای پر ګزمو ډېر تمرکز ولري.

په برکي برک او محمدآغې سربېره، خروار او څرخ ولسوالۍ هم د لوګر هغه سيمې دي، چې وخت ناوخت په کې د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمنځ د جګړو او مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کيږي.

XS
SM
MD
LG