د لاس رسي وړ اتصالات

ویډیو: کابل کې دودیزې لویې جرګې ته تیاری


ویډیو: کابل کې دودیزې لویې جرګې ته تیاری
ویډیو: کابل کې دودیزې لویې جرګې ته تیاری

د دودیزې لویې جرګې جوړیدو ته چې څو محدودې ورځې پاتې دي، د تیاريو لړۍ یې له پرونه پيله شوی او ددې جرګې د غړو د نومونو ثبت روان دی، ترڅنګ یې د جرګې د امنیت د ساتلو لپاره هم سخت تدابیر نېول شوي دي.

پدې دودیزه جرګه کې چې له امریکا سره پر ستراتيژیک تړون او د دولت له وسله والو مخالفینو سره پرې خبرې کیږي، د شپاړس کټګوریو استازي د بهرنیو میلمنو په ګډون برخه اخلي.

د تغییر او امید مخالفت

په افغانستان کې د تغییر او امید د ائتلاف مشر عبدالله عبدالله پر ولسمشر حامد کرزي تور لګوي چې د دودیزې جرگې جوړولو له لارې غواړي تر خپلې قانوني دوری وروسته د دریم ځل لپاره په واک کې پاتې شي.
خو حکومتی چارواکی وایی دودیزه جرګه به د امریکا سره د ستراتیژیکو اړیکو او د طالبانو سره د خبرو لپاره دولت ته مشوره ورکړي.

ښاغلی عبدالله پر خپلو پلویانو د دودیزه جرګې د پریکړو په وړاندې د مدني مخالفت پر دوام تاکید کوي او خبردارې ورکوي چې ددی جرگې پریکړی به په هیواد کې ناسمي پایلې ولري.

XS
SM
MD
LG