د لاس رسي وړ اتصالات

د هر ظالم سره به حساب کوو -منظور پښتین


"تیاري ونیسه، ستا د اعدامولو تیاري شویده، لومړی به راو انوار، بیا احسان الله احسان او بیا پرویز مشرف، دغه ټولو ته به سزا ورکوو، نه یې پریږدو".

دغه خبرداری د پښتون ژغورنې تحریک مشر منظور پښتین د شاوخوا ۴٠ ساعتونو په لاره د ډیرو خنډونو او مشکلاتو، څو ځله د پولیسو لخوا د نیول کیدو وروسته د کراچۍ احتجاجي غونډې ته په وینا کې وکړې.

هغه وویل "د جبر په ښار کراچۍ کې هغه ظلمونه شویدي چې هغه چنگیز خان هم ندې کړي، حتی چې پوځ مړي خرڅ کړیدي، د مړو د بدن غړي یې خرڅ کړیدي."

منظور پښتین په وینا کې د کراچۍ خلکو ته وویل چې مونږ د میلمه ډیر درناوې کوو خو چې زه کراچۍ ته راتلم نو په لاره زمونږ سره یې تشدد وکړ. هغه د کراچۍ د خلکو نه وغوښتل چې د دغه ډول چلند پوښتنه دې وکړي.

د غوښتنو تکرار

منظور پښتین د پښتون ژغوژنې هغه غوښتنې یو ځلې بیا تکرار کړی چې د تحریک د لمړنۍ احتجاجي غونډې نه یې کوي.

هغه وویل "نن به مونږ د هغه کسانو خبره کوو چې پرته د محاکمې وژل شویدي. کورونه یې وران شویدي او ډول ډول ظلمونه ورسره شویدي"

هغه وویل په کراچۍ کې چې څومره ظلمونه شویدي، په تاریخ کې یې سارې نشته، د پاکستان پوځ چې څنگه خلک برمته کوي، هغه غیر قانوني دي.

منظور پښتین وویل چې هغه او ملگري یې په پاکستان کې خپل قانوني او اساسي حقونه غواړي. هغه زیاته کړه چې هغه پدی نه پوهیږي چې پولیسو او پوځیانو ولې د ځانونه نه بدماشان جوړ کړیدي.

هغه وویل "د پاکستان امنیتي قواوې او پولیس پکار دی چې د خلکو حفاظت وکړي نه چې خلک وځوروي. ستا کار بدماشی نده، ولس د بدماشانو نه خوندي کول دي، خو تا پخپله بدماشي راخیستي ده."

ښاغلي منظور خبردارې ورکړ چې کوم چلند ورسره کیږي، نو ډیر ژر به پری پښیمانه شي.

د دغې خبرو نه وروسته کله چې منظور پښتین د خلکو نه مننه وکړه او خدا په امانې وکړه نو خلکو چېغې کړې چې نه خبرو ته دوام ورکړه.

منظور پښتین ورته وویل چې تاسو به ستړي یئ.

د خلکو په غوښتنه منظور پښتین خپلې وینا ته دوام ورکړ. هغه وویل چې د پاکستان قبایلي سیمو ته د ترهگرو بیرته راوستل پیل شویدي او داسې ښکاري چې ادارې په دغه سیمه کې بیا کوم پلان لري.

هغه دا ژمنه تکرار کړه چې احتجاجي غونډو ته به دوام ورکړي او خبرداری یې ورکړ چې که چیرته غوښتنې یې و نه منل شوی نو، "مونږ به اسلام اباد ته داسې ورځو چې اسلاام اباد به محاصره کوو ، په کورونو کې به مشران او ښځې ماشومان هیڅ څوک پاتې نه شي، ټول به راووځي."

په پښتون ژغورنې تحریک نیوکو ته ځواب

منظور پښتین هغو اعتراضونو او تورونو ته هم ځواب ووایو چې په پښتون ژغورنې تحریک باندې یې ځینې انتقاد کونکي او مخالفین لگوي.

هغه وویل "ځینې خلک وایي چې پښتنو تحفظ تحریک د طالبانو ملاتړي دی، نو دا احسان الله احسان چا په (جي ایچ کیو) کې کینولی دی؟"

هغه وویل چې د پښتون ژغوژنې تحریک د غونډو نه خلک ځکه ویره لري چې دا د خلکو د حقونو تحریک دی.

د مذاکراتو په هکله

منظور پښتین وویل "مونږ ته داسې ویل کیږي چې د پوځ سره مذاکرات وکړئ خو دوي جدي ندي، ١٣ مختلفې جرگې یې رالیږلي دي. که دوي که جدي وی نو بیا ولې یې زمونږ سره دې چلند ته دوام وکړیدی."

هغه د هغو ملگرو یادونه وکړه چې د پاکستان پوځ او یا هم پولیسو نیولي دي او وی ویل چې که چیرته پوځ د خبرو لپاره جدي وی نو دا ډول اقدامات به یې نه کول. هغه زیاته کړه که پوځ جدي یي او کنه خو هغوي د مسلو د حل لپاره جدي دي.

منظور پښتین په اخیره کې د پښتون قام د ژغورنې لپاره د ملگرو سره یو ځای دعا وکړه.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG