د لاس رسي وړ اتصالات

د خپل ژوند لپاره مبارزه وکړئ


ډیرو خلکو د واشنگټن د پنسلوانیا په جاده کې کې له ځان سره لو حې نیولې وی. زموږ د ژوند لپاره مظاهره د ٢٠١٨ م کال د مارچ په ٢۴ – مه د شنبې په ورځ په واشنگټن کې وشوه.

داخبره ایمه گنزالېس د مارجوري سټونومن ډگلس یوې شاگردې د ټوپکو د کنترول په مظاهره کې وکړله. د " "زموږ د ژوند لپاره لاریون" په ترڅ کې په سوونو زرو شاگردانوپه ټوله امرېکا کې گډون وکړ.

په ټوله امریکا کې شاگردان، میندې پلرونه، استادان او د ټوپکو خلاف نور فعالان د شنبی په ورځسړکونو ته ووتل څو د پالیسیو له جوړوونکیو نه داغوښتنه وکړي چی د ټوپکو د کنترول لپار سخت قوانین عملي کړي څو شاگردان په ښوونځېو کې په خوندي توگه زده کړې وکړی شي.

په ښوونو زرو د شنبی په ورځ د همدې مقصد لپاره لاریون وکړ. په هغوی کې ډیری واشنگټن ته راغلل. "زموږ د ژوند لپاره لاریون" د فبروری په میاشت کې د هغو ډزو نه وروسته پیل شو چې د جنوبي فلوریدا په یوه ښوونځي کې وشوې.

"زموږ د ژوند لپاره لاریون" وروسته له هغه نه پیل شو چې د مارجوري سټونمن ډگلس په لیسه کې ١٧ شاگردان د یوه بل شاگرد په ډزو ووژل شول. دغه لیسه د فلوریډا د ایالت په پارکلنډ کې پرته ده. داغورځنگ د ځوانانو له خوانه د ځوانانو لپاره دی.

د نیویارک د جان ایف کنېډې د لېسې دورې شاگرده کریستین گونزالېس وویل:.. د فلوریډا ښوونځی چې دا پېښه پکې وشوه، زما ښووځني ته د خلکو دڅرنگوالي او د مالی وړتیا له پلوه ورته دی. داچی دېته ورته ښوونځي کې داسی پېښه کېدلی شي زما لپاره ډیره ویروونکې ده. "

په دې لاریون کې یوشمیر کسانو تشدد ته د نورو عواملو له اړخه دخلکو پام ور واړاوه.

د فیلادلفیا یوې ښوونکې کیله بیزلي وویل:..کله چې موږ وایو د تورپوستو او دهغوی د ماشومانو ژوند ارزښت لري، نو کله چې ووژل شوو، پکارده هېواد وال همداسې غمژن وي لکه څنگه چې اوس دي."

په اوکلنډ او کالیفورنیا کې ځوان لاریون کوونکي له ځان نه مشرانو سره یوځای شول. یوشمېرکسانو پکې د ټوپکو سره تړلو پېښو کې شخصی تجربې لرلې. یوه روغتیا پاله کېټ مک گلاشن وايی درویشت کاله پخوا په مساچوسیټس کې د ډزو له امله څلور کسان ووژل شول، خو په دې مسله کېتراوسه پورې یو قدم پرمختگ ندی شو.

ددې لاریون له مقصد سره ټول اتفاق نظر نلري. د نیویارک یواوسیدونکي جو، خپل تخلص څرگند نه کړ خو داسې ېې وویل: ..تاسې پوهېږئ چې د ټوپک گرځولو حق په اساسی قانون کې بیان شویدی. زه فکر نه کوم چې په نیمه اتومات ټوپکو بندیز به تشدد کم کړي.

خو په دې لاریون کې نور گډونوال هیله من دي چې داغورځنگ پرمخ ولاړشی.

دپوهنتون دلمړي کال شاگرده هیلي فلېمنگ وايي:..ددې لاریو زیاتره گډون وال د لیسی دورې شاگردان دي؛ زما په څېرځوانان دي، په راتلونکیو څو کلونوکې به راېې ورکوي، خپله به ځانونه کاندیدوي، نو داغورځنگ به هلته تشکل ومومي.

"زموږ د ژوند لپاره لاریون" ته ډیرمشهور ا ونامتوکسان ورغلي وو. د مارجوری سټونمن یوې شاگردې ایما گونزالیس له احساساتو نه ډکه وینا وکړله.

ایمه گنزالیس له احساساتونه د ډکوخبرو په اخر کې ویل:" د خپل ژوند لپاره مبارزه وکړئ، مخکې له دېنه چې داد بل چاکارشي.

د ایمه گنزالېس په وینا کې شپږ دقیقې او شل ثانېې سکوت شامل و.

دې سکوت، د ډزو د پېښې د وخت چې شپږ دقیقې او شل ثانیې دوام وکړ څرگندونه کوله. د اېمه، سترگې د شپږدقیقې اوشل ثانیو سکوت په وخت کې اوښلنې وې او پرمخ ېې یوه نیمه اوښکه بهیدله.

XS
SM
MD
LG