د لاس رسي وړ اتصالات

څیړنه: سکس او ماروانا اړیکې لري


څېړونکي‌ وايي ماروانا د جنسي مقاربت قوت ۲۰ فیصده زیاتوي
څېړونکي‌ وايي ماروانا د جنسي مقاربت قوت ۲۰ فیصده زیاتوي

په امریکا کې د یوې نوې څېړنې له مخې هغه کسان چې ماروانا څکوي تر هغو کسانو ۲۰فیصده زیات سکس کوي چې نه یې څکوي.

په امریکا کې د طب څېړونکو د جنسي مقاربت او ماروانا ترمنځ بیخي یوه نوې اړیکه موندلې ده. د سټندفورډ پوهنتون د طب د څانګې څېړونکو د سکس په زیاتوالي‌ کې د ماروانا استعمال ته کتنه کړې ده.

څېړونکي د ۵۰۰۰۰ کسانو په اړه د راټولو شویو معلوماتو په اساس وایي چې ماروانا د جنسي مقاربت په زیاتوالي کې مرسته کوي. په څېړنې کې د پوښتل شويو کسانو عمرونه د ۲۵-۴۵ ترمنځ ښودل شوي دي. د کورنیو د ودې ملي سروې ادارې د ۲۰۰۲ نه نیولې تر ۲۰۱۵ کال پورې په دې اړه معلومات راټول کړي ‌وو.

له دغو خلکو پوښتنه شوې چې په تېرو څو اونیو کې یې څو وارې سکس کړی او په یو کال کې یې څومره ماروانا څکلې ده. هغو ښځو چې د ورځې یوه وارې ماروانا څکلې په اوسط ‌‌‌‌‌‌ډول یې یوې میاشتې کې ۷.۱ وارې سکس کړی دی. خو، هغو ښځو چې په یو کال کې یې ماروانا نه ده څکلې په څلورو اونیو کې یې شپږ ځلې سکس کړی دی.

په نارینو کې بیا د ماروانا استعمالوونکو په یوې میاشت کې شپږ وارې او نه استعمالوونکو یې ۵.۶ وارې سکس کړی دی.

د سټندفورډ پوهنتون د یورولوجي‌ د څانګې ډاکټر میچل ایسنبرګ وویل چې ماروانا استعمالوونکو د ماروانا نه استعمالوونکو په پرتله ۲۰ فیصده زیات سکس کړی دی په بله وینا مارونا د سکس کولو قوت ۲۰ فیصده زیاتوي.

د رویټرز خبري اژانس وايي مخکې داسې ویل کېده چې له سکس ورسته سګرټ څښل ښه وي، خو پروفیسور ایسنبرګ وايي دا خبره ناسمه ده.

XS
SM
MD
LG