د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: زموږ پالیسي ده چې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ونشي


پاکستان: زموږ پالیسي ده چې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ونشي
پاکستان: زموږ پالیسي ده چې د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ونشي

د پاکستان صدراعظم د چارشنبې په ورځ نړیواله ټولنه دې ته وهڅوله چې یو ډیر څرګند پلان ددې لپاره جوړ کاندي چې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې سوله او ثبات یقیني کړي.

یوسف رضا ګیلانی دا خبرې وروسته له هغه نه وکړلې چې د افغانستان او پاکستان لپاره یې د برتانیې له خاص استاځي مارک سېډوېل سره ملاقات وکړ.

د پاکستان صدراعظم دا هیله څرګنده کړله چې پکار ده د بن کنفرانس نه په دې برخه کې ډیره زیاته ګټه واخیستلی شي چې یوه داسې ستراتیژي جوړه کړی شي چې په ۲۰۱۴ م کال کې د ایساف د قواو له وتلو نه وروسته دا خبره تضمین شي چې یو سوکاله او سوله ئیز افغانستان منځته راشي.

یوسف رضا ګیلاني وویل د پاکستان پالیسي د افغانستان په برخه کې بیخي روښانه ده ځکه چې د عبوری پړاو نه وروسته یو باثباته او سوکاله افغانستان غواړي. ګیلانی وویل دی په داسې پالېسی عقېده لری چې د افغانستان په کورنېو چاروکې لاسوهنه ونکړی او په دې عقیده دی چې په افغانستان کې سوله اوثبات ددې ټولې منطقې لپاره بیخي ډیر اهمیت لري.

یوسف رضا ګیلاني وویل پاکستان کوشش کوي چې د ترهګرﺉ له خطر سره مقابله وکړي که څه هم ډیرې ستونزې په مخکې پرتې دي خو نړیوالو مرستو ته اوملاتړ ته ضرورت لري چې د ترهګري سره د مبارزې په برخه کې خپل تعهد ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG