د لاس رسي وړ اتصالات

میټس-افغانان نور جنگ نه، سوله غواړي


د امریکا د دفاع وزیر جنرال جان میټس په پینټاگان کې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه هیله څرگنده کړیده او ویلي یې دي چې افغانان د ۴٠ کلونو نه په جنگ کې ژوند کوي او نوره سوله غواړي.

جنرال میټس دغه څرگندونې افغانستان ته د خپل وروستي سفر نه وروسته په پنټاگان کې د ځینو خبریالانو سره کړیدي.

هغه وویل چې د طالبانو ( د ځینو عملیاتو او څرگندونو ) نه ورته دوه ډول اشارې لیږل شویدي، یوې خوا ته طالبانو د افغانستان په ځینو سیمو کې تشدد ته دوام ورکړیدی خو بلې خوا ته یې د سولې په خبرو کې هم علاقه ښودلې ده.

ښاغلي میټس د زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د مشاور په توگه ټاکل یو ښه گام وبله او ویې ویل چې د خلیلزاد راتگ به گټه ور وي. هغه وویل

"د ټولو ښه خبره دا ده چې اوس مونږ د افغانستان لپاره یو لوړپوړی استاځې زلمې خلیلزاد لرو. هغه مرستیال لري او د پوځ ځینې کسان ورسره هم کار کوي چې هغوي ته د ضرورت په وخت مشورې ورکړي."

ښاغلي میټس دا هم وویل چې امریکا په لمړني ځل د سولې د خبرو لپاره یو ډیر قوي کس لري خو لا ناخبره دي چې دغه خبرې به په کوم سرعت پرمخ لاړې شي، نو ځکه به د افغانستان د خلکو د دفاع لپاره جگړې ته دوام ورکوي.

هغه پخپلو خبرو کې د افغان ځواکونو په اړه وویل چې تاسو شاهدان یئ چې اوس زیاتره جگړه افغان ځواکونه پخپله کوي او هم هغوي ٩٨٪ تلفات گالي.

ښاغلي میټس وویل چې افغانستان ته د سفر په وخت یې د ناټو د مشرانو، د افغانستان د مدني ټولنې د استاځو او د افغان حکومت د مشرانو سره د ملاقات په وخت ولیده چې هغوي سولې ته لیواله دي. "د افغان ولس نور بس دی. د شوروي اتحاد د حملې نه وروسته دا اوس څلویښت کلونه وشول چې د افغانستان خلک سولې ته سترگې په لار دي."

هغه هیله څرگنده کړه چې په افغانستان کې یې ماموریت په سم لور روان دی او د د سولې د پروسې د خوندیتوب لپاره چې هر څه ته ضرورت ولري، و به یې کړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG