د لاس رسي وړ اتصالات

د مزار له شخړو طالبان ګټه اخلي – جان بس


په افغانستان کې د متحدو ایالتونو سفیر، جان بس، په مزارښار کې د روان کړکیچ د سملاسي هواري غوښتنه کړې ده.

جان بس پر ټویټر لیکلي «متحده ایالات په مزار او شاوخوا سیمو کې د آرامۍ غږ کوي. افغان امنیتي ځواکونه د افغانانو د ساتنې دنده لري نه په سیاسي لانجو کې د جګړې کولو.»

په مزارښار کې د پنجشنبې په ورځ د پولیسو او سیمیزو ملیشو تر منځ د نوي امنیه قومندان د معرفي کولو پر سر وسله والې شخړې وشوي چې تر اوسه څرګنده نده څومره کسانو ته یې مرګ-ژوبله اړولې ده.

تر لنډو وسله والو نښتو وروسته، د بلخ د امنیې نوی قومندان، عبدالرقیب مبارز، د پنجشنبې په ماښام په کار پیل وکړ.

د امنيې پخواني قومندان، اکرم سامع او پخواني والي، عطامحمدنور، د نوي قومندان له ټاکلو سره کلک مخالفت کړی و.

د متحدو ایالتونو سفیر دغه راز ویلي چې په مزار کې له زورزیاتیو څخه یوازې طالبان ګټه پورته کوي.​

XS
SM
MD
LG