سپینه ماڼۍ وايي چې روسیې او اوکراین، د متحده ایالاتو د لومړۍ مېرمنې ملانیا ټرمپ په منځګړیتوب، د اوکراین په سویل کې د اولشکي په ښار کې د لنډمهاله اوربند هوکړه کړې ده.
دا اوربند به د اکتوبر په ۲۹مه پیل شي ترڅو د بشري مرستو رسولو او له دغه ښاره د ملکي وګړو خوندي ایستلو ته لاره هواره شي.
سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ (اکتوبر ۲۳) په یوه اعلامیه کې وویل چې روسیه او اوکراین په اولشکي ښار کې د پوځي عملیاتو د لنډمهاله درولو هوکړه کړې ترڅو د ټاکل شوې لارې څخه د مرستو لېږد او د ملکي وګړو خوندي ایستل ممکن شي.
اولشکي ښار د ۲۰۲۲ کال د فبروري راهیسې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې دی او اوسیدونکي یې په وروستیو میاشتو کې د خوړو او نورو اساسي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.
په اعلامیه کې د ملانیا ټرمپ له قوله راغلي: "په اولشکی کې وضعیت خورا خراب دی. دا ښار د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی او د یوه ناورین په درشل کې دی. ډیری پاتې اوسیدونکي زاړه خلک دي چې بیړنیو طبي خدماتو، درملو، خوړو او پاکو اوبو ته اړتیا لري."
اعلامیې زیاته کړې چې د ښار اوسیدونکي د برېښنا له کمښت، له ماینونو ډکو سړکونو او پرله پسې پوځي بریدونو سره مخ دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ملانیا ټرمپ او د هغې استازي د روسیې او اوکراین له مشرانو سره د اوربند د شرایطو، وخت او پلي کولو په اړه مستقیمې خبرې کړې دي.
د دې هوکړې له مخې، د دواړو هېوادونو ملکي استازي به د اوسېدونکو کورونو ته ورشي ترڅو د هغوی اړتیاوې وارزوي او هغه کسان چې له ښاره د وتلو اراده لري، خپلې خوښې ځای ته د لېږد لپاره ورسره مرسته وکړي.
د متحدو ایالتونو د لومړۍ مېرمنې په وینا، په اولشکي کې د وضعیت په اړه خبرې وروسته له هغه پیل شوې چې لومړۍ میرمن په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۸۱مه غونډه کې د دې ښارګوټي د اوسیدونکو له سختو شرایطو څخه خبره شوه.
ملانیا ټرمپ زیاته کړه چې هغې د دې هوکړې د ترلاسه کیدو لپاره له روسیې او اوکراین سره خپل پخوانی ارتباطي چینل کارولی دی، هغه چینل چې تر د وړاندې یې له خپلو کورونو سره د ۳۴ ماشومانو د یوځای کیدو سره مرسته کړېده.
اعلان شوی اوربند یوازې په اولشکي ښار کې دی او د اوکراین په د نورو برخو د جګړې د درېدو په مانا نه دی. سپینې ماڼۍ تر اوسه د دې اوربند د کره مودې په اړه جزئیات نه دي ورکړي.
فورم \ دبحث خونه