د لاس رسي وړ اتصالات

ملانیا ټرمپ د روسیې او اوکراین د استازو کوربه توب کوي

 د امریکا لومړۍ میرمن - ملانیا ټرمپ
د امریکا لومړۍ میرمن - ملانیا ټرمپ

ټاکل شوېده د روسیې او اوکراین استازي د پنجشبنې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې په هغه غونډه کې برخه واخلي چې د لومړۍ میرمنې ملانیا ټرمپ په کوربه توب په پام کې نیول شوېده.

لومړۍ میرمن به په دې غونډه کې د هغه اوربند په اړه خبرې وکړي چې د هغې په مرسته د اوکراین په نیول شوي اولیشکي ښار کې ټینګ شوی وو.

د دې غونډې څخه مخکې، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي هغې ته د شهزادګۍ اولګا د لومړۍ درجې نښان ورکړ، چې یو دولتي ویاړ دی او اوکراین ته د پام وړ خدمتونو له امله ښځو ته ورکول کیږي.

په یوه فرمان کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، هغه اوکراین ته په بشري مرستو کې د میرمن ټرمپ "د پام وړ شخصي ونډې" ته اشاره وکړه، چې د اوکرایني ماشومانو لپاره هڅې هم پکې شاملې دي. لومړۍ مېرمنې ویلي چې د تېرې اونۍ د شپږ ورځني اوربند پرمهال شاوخوا ۸۰۰ کسان له اولېشکي ښار څخه وتلي دي.

د بمباري شوي مرستندویه مرکز سیمه کې د تلفاتو شمیر لوړیږي

ولسمشر زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ په ټیلیګرام کې وویل، د سه‌شنبې په ورځ د سوېل ختیځ کوميشوخا په کلي کې پر یوه ښوونځي چې د مرستو د مرکز په توګه کارول کېده، د روسیې د بمبارۍ له امله تر اوسه د ۴۰ کسانو مړینه تایید شوې او ښايي له ۳۰ څخه ډېر نور لا هم تر کنډوالو لاندې وي.

هغه وویل، د لټون عملیات چې دریمه ورځ یې روانه ده، " ډیر ستونزمن " دي چې "په حقیقت کې د روسیې د نویو بریدونو د دوامداره ګواښ لاندې ترسره کیږي."

چارواکو د ورکو شویو کسانو په اړه مختلفې شمېرې ورکړې دي. د زاپوریژیا سیمه ییزې دفاعي شورا مرستیال ایوان فیودوروف، د ټیلیګرام په یوه پوسټ کې ویلي چې ۵۹ کسان ورک دي.

پولیسو ویلي چې یوازې په کتلو د ځینو قربانیانو پېژندنه ناشونې ده او له خپلوانو یې د ډي ان اې نمونې اخیستل کېږي.

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې په برید کې اوکرایني سرتیري نښه شوي، هغه ادعا ده چې په خپلواکه توګه نه ده تایید شوې.

کیف کې د برېښنا او اوبو بندیدل

د اوکراین دفاعي ځواکونه وایي د روسیې د ۳۱۰ ډرونونو له ډلې څخه چې ۸۱ یې د جت په انجنونو سمبالې وې، ۲۷۲ یې ویشتلي او یا هم له کاروه غورځولي دي.

دغو بریدونو د برېښنا او اوبو د خدمتونو د بیا فعالېدو څخه مخکې د ساعتونو لپاره د کیف او شاوخوا سیمو ځینې برخې له برېښنا او اوبو بې برخې کړې.

اوکرایني چارواکو همدارنګه د ریونه، پولتاوا، کیرووهراد او ډنیپروپیتروفسک په سیمو کې د بریدونو راپور هم ورکړی.

د روسیې د دفاع وزارت د ټیلیګرام په یوه پوسټ کې ویلي چې د دوی په اهدافو کې دوه برېښناکوټونه شامل وو، یو د کیف په سیمه او بل د ژیتومیر په سیمه کې.

بلخوا مسکو راپور ورکړی چې په یوه شپه کې یې ۷۰۹ اوکرایني بې پیلوټه الوتکې ویشتلي دي.

د سیمه ایزو چارواکو په وینا، د روسیې په جنوبي ادېګیا سیمه کې د اوزون ای-کامرس یو ګودام د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته اور اخیستی. په برید کې د مرګژوبلې راپور ندی ورکړل شوی.

ابوظبي کې خبرې اترې

د پنجشنبې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې د لومړۍ میرمنې په کوربه توب غونډه په ابوظبي کې د نومبر په ۱۰ او ۱۱مه د امریکا په منځګړیتوب د درې اړخیزو خبرو اترو څخه مخکې تر سره کیږي.

د امریکا استازي سټیو ویتکوف ویلي دي چې پدې غونډه کې به د جګړې وروسته امنیت، د تاوتریخوالو د کمولو او د بشري مرستو دپاره د ګامونو په اړه بحث وشي.

کرملین ویلي دي چې د ولسمشر مرستیال ولادیمیر میدینسکي به د روسیې د پلاوي مشري وکړي.

ټاکل شوې چې د متحده ایالتونو، اوکراین، اروپايي حکومتونو او ناټو چارواکي د چهارشنبې په ورځ په بروکسل کې د جګړې وروسته د امنیتي مسایلو او بیارغونې په اړه خبرې وکړي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف اشاره ورکړه چې مسکو د دې په هیله دی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به خپلې هڅې جاري وساتي، سره له دې چې دیموکراتانو د سې شنبې په منځمهاله ټاکنو کې په کانګرس کې اکثریت تر لاسه کړی دی.

هغه د چهارشنبې په ورځ وویل: "موږ په ریښتینې توګه هیله لرو چې هغه (ټرمپ) به خپلې د سولې هڅې جاري وساتي."

د سه‌شنبې په ورځ د برلین په یوه امنیتي کنفرانس کې، زیلینسکي وویل چې هغه لا هم فکر کوي چې واشنګټن کولی شي د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي، زینلسکي زیاته کړه "ولسمشر ټرمپ لا هم ولسمشر دی" او "امریکا لوی نفوذ او ځواک لري."

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG