د ۲۰۲۶ د فوټبال نړیوال جام د سې شنبې (جون ۱۶) په سیالیو کې د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل مېسي، د ناروې ایرلینګ هالنډ او د فرانسې کیلیان امباپې په زړه پورې ګولونه ووهل.
د الجزایر پر وړاندې د میسي له درې ګولونو څخه نیولې، د عراق پر وړاندې د هالنډ دوه ګولونو، او د سنیګال پر وړاندې د امباپې دوه ګولونو د سه شنبې په ورځ د فوتبال مینه والو ته د خوښۍ فرصت ورکړ.
خو دا هر څه له وړاندې څرګند او د اټکل وړ نه وو.
مېسي په ۲۰۲۳ کال کې د امریکا د فوټبال مېجر لیګ (MLS) سیالیو ته له تګ راهیسې د خپل مسلک وروستیو کلونو ته داخل شوی دی. هالنډ د انګلستان د پریمیر لیګ د فصل په منځنیو پړاوونو کې له خپلې غوره بڼې لوېدلی و، او امباپې هم د هسپانیا د لا لیګا د فصل په دویمه نیمایي کې نه و ځلیدلی.
خو د سې شنبې په ورځ له دغو دریو ستورو څخه هېڅ یو هم دا ستونزې نلرې او ټولو له خپلو فرصتونو څخه په ښه ډول ګټه پورته کړه او ګولونه یې ووهل.
امباپې فرانسه د یوې کمزورې لوبې له پایلو وژغورله. د سینیګال لوبډله تر ډېره وخته فعاله او تېزه ښکاره کېده، خو امباپې د لوبې په وروستۍ برخه کې دوه ګولونه ووهل.
د هغه دویم ګول په چټکۍ سره جال ته ولاړ او امباپې د فرانسې د تاریخ تر ټولو زیات ګول وهونکی شو. امباپې له ۵۸ ګولونه سره د اولیویه ژیرو ریکارډ مات کړ، په داسې حال کې چې فرانسې لوبه ۳-۱ وګټله.
هالنډ، چې د انګلنډ په فوټبال سیالیو کې یو ځواکمن حضور لري او د وروستي فصل په منځ کې یې د ګول وهلو په برخه کې ستونزې لرلې، په پرونۍ لوبه کې له فرصت څخه د ګټې اخیستلو ځانګړی حس وښود او د خپلې لوبډلې سره یې د ۴-۱ بریا په ترلاسه کولو کې مرسته وکړه.
د الجزایر سره د ارجنټاین په پرونۍ لوبه کې میسي وښودله چې ولې ډېری خلک هغه د نړۍ تر ټولو غوره لوبغاړی ګڼي.
سره له دې چې هغه د خپل اوج له دورې تېر شوی او ډېر ژر به د خپلې زوکړې ۳۹مه کلیزه ونمانځي، میسي د نړیوال جام په تاریخ کې خپل لومړي درې ګولونه ووهل او ارجنټاین یې د الجزایر پر وړاندې ۳-۰ بریا ته ورسوله.
مېسي اوس د نړیوال جام د تاریخ له مخکښ ګول وهونکي میروسلاف کلوزه سره د ۱۶ ګولونو په لرلو برابر شوی دی. میسي د نړیوال جام په لوبو کې خپل لومړنی ګول پوره شل کاله مخکې په همدې نېټه وهلی و، هغه مهال چې نوموړی یوازې ۱۸ کلن و.
تمه کیږي چې د چهارشنبې د ورځې په لوبو کې نور ستر ګول وهونکي هم میدان ته راشي. د انګلنډ هري کېن او د پرتګال کریستیانو رونالډو به د خپلو هېوادونو د لوبډلو کپتاني کوي، څو د نړیوال جام سیالۍ په بریا سره پیل کړي.
فورم \ دبحث خونه