د لاس رسي وړ اتصالات

تر ټویټر وروسته میټا هم زرګونه مامورین له دندو لیرې کوي


یوه اوونۍ وروسته تر هغه چې د ټویټر شرکت خپل سم نیمایي مامورین له دندو لیرې کړل، د میټا شرکت ویلي پلان لري چې په روانې اوونۍ کې دوي هم خپل زرګونه مامورین له دندو لیرې کړي.

امریکایۍ ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال یکشنبه نومبر ۶ (لړم۱۵) د یو شمیر کسانو په حواله چې د موضوع په هکله معلومات لري په یو راپور کې لیکلي چې د مامورینو شمیر د دې کموالي له کبله ښایي زرګونه کسان بې دندې شي او اټکل کیږي چې دا پریکړه به د روانې اوونۍ د چارشنبې په ورځ اعلان شي.


د روان ۲۰۲۲ کال د سپټمبر تر میاشتې میټا چې فیس بوک، انسټګرام او وټس اپ ټولنیزې شبکې پکې شاملي دي، د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې شاوخوا ۸۷ زره مامورین درلودل.

د میټا اجرائیوي مشر مارک زوکربرګ د دریمې ربعې نتایج مایوسوونکي وبلل او دا اعلان یې هم وکړ چې په ۲۰۲۳ کال کې به مامورین ډیر نه بلکې یو څه کم شي.

میټا یوازینی امریکايي شرکت ندی چې پدې تازه وخت کې یې د مامورینو د شمیر کمول اعلان کړي. یو شمیر شرکتونو ویلي چې د اقتصادي ستونزو له کبله یې نوي مامورین نشي استخدامولی.

په (سلیکان ویلي) کې د سټرایپ او لیفټ په نامه شرکتونو هم وویل چې د خپلو مامورینو شمیر یې ډیره اندازه کم کړی او د امازون شرکت بیا ویلي چې پخپلو دفترونو کې یې د نويو کار کوونکو استخدامول د اوس لپاره بند کړي.


د دې شرکتونو تر څنګ د ټویټر نوي مالک ایلن ماسک هم یو ناڅاپه خپل نیمایي مامورین له دندو لیرې کړل. ښاغلي ماسک ویلي و چې د ۷۵۰۰ مامورینو څخه نیمایي یې له دندو لیرې کړي.

له یوې خوا د سود لوړه اندازه او له بلې خوا انفلاسیون هغه څه دي چې د فیس بوک او آن ګوګل په شان غټ شرکتونه یې د اقتصادي ستونزو سره مخ کړي او د لږ شمیر اعلاناتو تر لاسه کولو له کبله یې عاید کم شوی.
د میټا شرکت ویلي چې په دریمې ربعې کې دې شرکت ۴.۴ ملیارده ډالر ګټه کړې وه چې د تیر کال په پرتله دا اندازه ۵۲ په سلو کې کمه شوې.
په عین حال کې د ونډو په بازار کې هم د دې ستر شرکت د ونډې بیعه ۲۵ په سلو کې په یوه ورځ کې را ولویده.



XS
SM
MD
LG