د لاس رسي وړ اتصالات

په مکسیکو کې نن د ولسمشرۍ ټاکنې دي


د مکسیکو په میلیونو وګړي به نن د یکشنبې په ورځ د خپل راتلونکي ولسمشر دپاره رایې ورکړي. سروګانې ښيي چې د پي آر آی یا د بنسټیز انقلاب ګوند کاندید اینریک پینا نایتو د نورو نه مخکي دی.

د پي آر آی ګوند پر مکسیکو باندي ۷‍۱ کاله حکومت وکړ او تر ۲۰۰۰ کاله پوري په واکمنۍ کې وو خو پر دغه ګوند باندي د اداري فساد او په انتخاباتو کې د درغلۍ تورونه ولګیدل. د نوبل د جایزې د وړونکي، ماریو وراګس لیوسا دغه ګوند ته د بشپړې دیکتاتورۍ خطاب کړی وو. د پي آر ای ګوند قدرت محافظه کارانو ته بایلوی خو اوس داسي ښکاري چې د محافه کاره ګوند په حاکمیت کې چې بې قانوني زیاته شوه او مالي بحران رامنځ ته شو، د پي آر آی ګوند بیرته قدرت ته ورسېږي.

د عامه افکارو په سرویګانو کې په دویمه درجه کې راغلی کاندید اندریس منیول لوپیز اوبرادور دی چې په کال ۲۰۰۶ کې یې د نیمې نمرې له کبله انتخابات و ولسمشر فیلیپ کاردرون ته بایلول. هغه وروسته په انتخاباتو کې د غبن ادعا وکړه چې له امله یې د مکسیکو په پایتخت کې د څو اونیوو دپاره سختې مظاهرې وشوې.

بله کاندیده جوسیفینا وازکویز موتا ده چې غواړي د خپل هیواد لومړۍ ښځېنه ولسمشر شي.

  • 16x9 Image

    حسیب الکوزی

    حسیب الکوزی د ۲۰۰۹ کال راهیسې د امریکا غږ سره په واشنګټن کي کار کوي. الکوزي د امریکا د جورجټون د پوهنتون څخه د نړیوالو اړیکو  په برخه کي د لیسانس سند ترلاسه کړی او د امریکا د جانس هاپکینز د پوهنتون څخه يې د نړیوال امنیت او اقتصاد  په برخه کې ماستړي اخیستې ده. اوسمهال د امریکن  پوهنتون څخه د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپلې دویمې ماسټرۍ کار کوي.  هغه د ویب پاڼې ترڅنګ د آشنا راډیو خبري او سیاسي خپرونې پر مخ بیايي او د آشنا تلویزون سره هم همکاري لري. امریکا ته د راتګ څخه مخکي یې په افغانستان کي په بیلابیلو  نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG