د لاس رسي وړ اتصالات

د زابل د میزانې امنیه قومندان د طالبانو برید کې وژل شوی


په وروستیو کې وسله والو طالبانو یو ځل بیا پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي، جې ورسره د افغان سرتیرو مرګ ژوبله هم زیاته شوې.
په وروستیو کې وسله والو طالبانو یو ځل بیا پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي، جې ورسره د افغان سرتیرو مرګ ژوبله هم زیاته شوې.

د زابل ولایت امنیتي چارواکي وايي، تیره شپه (تلې ۲۱ مه)وسله والو طالبانو دغه ولایت د میزانې ولسوالۍ د مرکز د نیولو لپاره د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له خوا په شاوتمبول شول، خو په دغو جګړو کې د دغې ولسوالۍ امنیه قومندان او شپږ نور پولیس وژل شوي دي.

امنیتي چارواکي وایي، میزانې ولسوالۍ ته د تازه دمو ځواکونو په رسیدلو طالبانو برید په شاوتمبول شو او د دغې ولسوالۍ د سقوط خطر له منځه لاړ.

د زابل ولایت امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې د میزانې په ولسوالۍ کې جګړه تائید کړه، خو په دې هکله یې د نورو جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه وکړه

ښاغلي فراهي وویل " زه همدا اوس په دنده بوخت یم، په میزانه ولسوالۍ کې حالت تر کنټرول لاندې دی".

خو د زابل ولایت یو امنیتي مقام د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیوته وویل، چې د تیرې شپې په جګړه کې د میزانې ولسوالۍ امنیه قومندان سرڅارن اسدالله او شپږ نور پولیس وژل شوي او څلور پولیس ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې میزاني ولسوالۍ ته څېرمه د شهرصفا ولسوالۍ په اسحاقزو مانده سیمه کې هم میزاني ولسوالۍ ته پر غځیدلی فرغي لار باندې د سیمه ییزو پولیسو پر یوه پوسته د وسله والو په برید کې تېره شپه ۸ سیمه ییز پوليس وژل شوي.

د شهر صفا ولسوالۍ یوه امنیتي مقام پېښه تائیده کړې ده.

په زابل کې امنیتي پېښې د تېرو ۲ میاشتو په پرتله زیاتي شوي.

د دې ولایت شهرصفا، شینکۍ او میزانه ولسوالي چې نسبتآ ارامه سیمې بلل کیږي.

خپله وسله والو طالبان د زابل د میزاني ولسوالۍ د تیري شپې د جګړې په اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG