د لاس رسي وړ اتصالات

په مصر کې د هیلوکوپتر د لویدو په پیښه کې ۵ امریکایي عسکر وژل شوي


غورځیدلې الوتکه د امریکا بلک هاک هیلوکوپتر وه چې د ګډو ځواکونو ماموریت ته ورکړل شوې وه.
غورځیدلې الوتکه د امریکا بلک هاک هیلوکوپتر وه چې د ګډو ځواکونو ماموریت ته ورکړل شوې وه.

یو هیلوکوپتر د مصر د سنای په ټاپو کې لویدلی، ۵ امریکایي، ۱ فرانسوي او یو د چک جمهوریت عسکر پکې وژل شوی.

دغه ځواک په یوې اعلامیې کې تائیده کړې چې په وژل شویو عسکرو کې پنځه یې امریکایي، یوه یې فرانسوی او بل یې د چک جمهوریت و خو د عسکرو نومونه او نور معلومات یې ندي په ډاګه کړي.

په اعلامیې کې ویل شوي چې دې عسکرو د پنجشنبې په ورځ، نومبر ۱۲ (لړم۲۲) عادي ماموریت کاوه چې هیلوکوپتر یې د سنای په ټاپو کې ولوید.

د امریکا منتخب جمهور رئیس جو بایډن په پیښه خواشیني ښودلې او یو بل امریکایي عسکر د رغیدو هیله یې څرګنده کړې.

ویل کیږې چې الوتکې کې ۸ تنه سپاره و چې ۷ یې وژل شوي او یو یې ټپي شوي. د ګډو ځواکونو په اعلامیې کې ویل شوي چې د اسرائیل دفاعي ځاکونو ټپي شوي عسکر د اسرائیل یو روغتون ته د علاج لپاره وړی.

تر اوسه د هیلوکوپتر د لویدو علت ندی معلوم خو ګډو ځواکونو په اعلامیې کې ویلي چې د پیښې په هکله به بشپړ تحقیقات کیږي. د دې ځواکونو په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې د پیښې د نوعیت نه داسې معلومیږي چې د تخنیکي عوارضو له وجې به شوې وي

د څار دا ځواک چې د ګډو هیوادونو عسکر پکې ماموریت کوي، اسرائیل او مصر په ۱۹۷۹ کال کې وروسته تر هغه جوړ کړ کله چې ملګرو ملتونو د سنای په ټاپو کې د سوله ساتنې د ځواک منظوري ورنکړه.

د امریکا په ګډون ګڼ شمیر هیوادونو د وخت په تیریدو سره د دې ځواک ملاتړ کړی.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کرس میلر په پیښې خفګان ښودلی. هغه په یوې اعلامیې کې ویلي، "په خواشینۍ خبر راکړل شوی چې زمونږ یونیفورم لرونکي جنګیالیو د خپل خدمت لپاره تر ټولو ستر قیمت ادا کړی. "

XS
SM
MD
LG