د لاس رسي وړ اتصالات

په منځني ختیځ کې کړکیج او د عاشورا د ورځې لمانځنې

سږکال مسلمانان د محرم میاشتې لسمه یا د عاشورا ورځ په داسې حال کې لمانځي چې منځني ختیځ هیوادونه د کړکیچ سره مخ دي. نن پنجشنبې د افغانستان په ګډون په ګڼو اسلامي هیوادونو کې د محرم لسمه یا د عاشورا ورځ ولمانځل شوه.

عاشورا د مسلمانانو لپاره د امام حسین د شهادت د یاد ورځې په توګه ځانګړی اهمیت لري. دغه ورځ په افغانستان سربېره په ایران، عراق، بحرین، سوریه، پاکستان او نورو هېوادونو کې هم د مذهبي مراسمو او ماتم په ترسره کولو سره ولمانځل شوه.

په افغانستان کې یو شمېر شیعه ویرکوونکي ادعا کوي چې د طالبانو حکومت د امنیتي تدابیرو په نوم د عاشورا پر مراسمو محدودیتونه لګولي او د ځینو دودیزو مراسمو د ترسره کېدو مخه یې نیولې ده. د محرم میاشتې په رارسېدو سره، د افغانستان د شیعه علماوو شورا یوه اعلامیه خپره کړې چې وايي دوی تمه لري چې د طالبانو امنیتي چارواکي به د محرم او عاشورا د ماتم مراسمو د خوندي ترسره کولو لپاره اړین شرایط برابر کړي.

په اعلامیه کې، چې (د جون په ۱۵مه) خپره شوې، ویل شوي چې طالبان باید "د ټولو اتباعو مذهبي حقونه په پام کې ونیسي."

په همدې حال کې، د امریکا د متحدو ایالتونو د نړیوالو دیني آزادیو کمیسیون (USCIRF) په خپل وروستي کلني راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د دیني ازادیو وضعیت لا هم د اندېښنې وړ دی. راپور زیاتوي چې طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې هم د اسلام یو ځانګړی تفسیر عملي کړی چې د ښځو، نجونو او مذهبي اقلیتونو پر حقونو یې پراخ اغېز کړی.

.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG