د لاس رسي وړ اتصالات

سباته په امرېکا کې د سنا او ولسي جرگې انتخابات دي


شاگردان د فلوریډا په نړۍ وال پوهنتون کې د رایو له لوحې نه تیریږي، داځای د مخکې ترمخکې رایو لپاره دی.
شاگردان د فلوریډا په نړۍ وال پوهنتون کې د رایو له لوحې نه تیریږي، داځای د مخکې ترمخکې رایو لپاره دی.

سبا ته د سه شنبې په ورځ، په امریکا کې منځ مهاله انتخابات کیږي. دیموکراتان او جمهوري غوښتونکي دواړه په ګانګرس کې د اکثریت څوکیو د ګټلو لپاره سخته مبارزه کوي.

د استازیو د خونی او یا د امریکا د ولسي جرگې په ټولو ۴٣٥ چوکیو او د سنا په ٣٥ چوکیو باندې انتخاباتی مبارزه کیږی.

ولسمشر ټرمپ په خپله یوه وینا کې وویل یقینا موږ په سنا کې ښه پرمخ روان یو او د ا ستازیو په خونه کې به هم پرمختگ وکړو خو بیا به هم وگورو چی څه کیږی.

سروې گانی او د سیاسی تحلیل کوونکیو اټکلونه وايی چی دموکراتان د استازو په خونه کې د گټلو ښه فرصت لری، نظر دیته چې په سنا کې اکثریت وگټلی شی.

جمهوری غوښتونکیو له اتوکلونو راهېسی داستازیو په خونه یادامریکا په ولسي جرگه کې اکثریت درلود.

که چیری سروې گانی سمی وخیژي نو دموکراتان به دامریکا د استازیو په خونه کې اکثریت وگټي. او جمهوری غوښتونکی به په سنا کې ډیر کم اکثریت وساتلی شي.

د څلورسوه او ایا څوکیولپاره مبارزه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:11 0:00

دامریکا په ډېرو ایالتونو کې په بی سابقی ډول مخکی ترمخکې راېې ورکړل شویدي. په دې له دیرشوکلونو نه کم خلک هم شامل دي.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل: دا انتخابات زموږ په ټول ژوند کې یوله هغو انتخاباتو څه دي، چیتر ټولو مهم دي.

په ټول هېواد کې کاندیدان د ا نتخاباتو په وروستیو هڅو بوخت دي. د فلوریډا د لېسی دورې یوشاگرد وايي موږ دنومبر شپږمې ته ډیر لیوال یو.

د سنا دموکراته کاندیده کریستین سېنیما د پوهنتون د فوټبال یوې لوبې ته ورغله. دهغی جمهوری غوښتوونکی سیاله مارتا مکسالي دملی سرود په ویلو کې برخه واخیستله.

سیاسی اعلانات زښت ډیر شویدي.دمکاکاسکیلد سنا د کاندیدی یو اعلان وايی: زه هره ورځ په خپله وظیفه کی همدا فکر کوم چی دمیزوري دخلکو لپاره یوڅه وکړم".

د جاش هولي اعلان د سنا دکاندیدۍ لپاره وايي: تاسې ته یوداسی سناتور پکارد ی چی دکارونوسمولو ته هڅېدلی وي، نه داچی یوازې خپله چوکۍ وساتي.

ولسمشر ټرمپ هره ورځ د جمهوری غوښتونکیو لپاره په انتخاباتي مبارزو کې برخه اخیستی ده. هغه ښه اقتصاد وړاندی کوی او د خطرونو اوبې اسنادو کډوالو خبرې کوي.

د تیرې یکشنبی په ورځ د جورجیا په یوه غونډه کې ولسمشر خپلو پلویانو ته خبرداری ورکړ چې که گوندېې بایلی نو څه به پېښ شی.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي: په دې انتخاباتو کې به پریکړه وشی چی هغه فوق العاده سوکالی چی موږ منځته را وستی ده نوره هم پرمخ بیایو او که نه. تاسی د جمعی په ورځ د اقتصاد پرمخت ولید. یا به موږ دموکراتان پریږدو چی زموږ اقتصاد او اینده ویجاړه کړي."

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ په بل ځای کې وايي: دموکراتان په یو کاروان پسی بل کاروان وربولي. تاسی وینی چی موږ اوس ډیرکاروانونه لرو، تاسې ېې وینۍ! زه نپوهېږم داڅنگه وشول.

خو دموکراتان هم په کلکه مقابله کوی. پخوانی جمهوررئیس براک اوباما د یکشنبی په ورځ په انډیانا کې د سناتور جوډانلی لپاره انتخاباتی مبارزه کې وویل ولسمشر ټرمپ له عامو خلکو سره مرسته نه کوی.

د متحدو ایالاتو پخوانی ولسمشر براک اوباما وايي: هغوی غواړی تاسی لوټ کړي. هغوی تاسی تهوايی گورئ گورئ کاروان ، کاروان . خو خو ملیاردرانو ملگرو ته په مالیه کې کمښت ورکوي.. تاسې بیروي خو ورسره ستاسی د روغتیايی بیمی پلان بربادوي. په دې شیانو مه تیروزئ.

د جمهوری ریاست پخوانی مرستیال جوبایډن هم په پوره قوت په انتخاباتي مبارزو کې برخه اخلي. هغه وايي: موږ دموکراتان باید داڅرگنده کړو چی څوک یو. موږ ترویرې هیله غوره بولو. له اختلاف نه یووالی غوره بولو. له دښمنانو نه خپل متحدین غوره بولو. له درواغونه ریښتیا غوره بولو."

دموکرات استازی جان لوئیس وویل" موږ پرمخ روان چوپه خوله ځای په ځاینه دریږو!

XS
SM
MD
LG