د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا مهمې منځمهاله ټاکنې


په امریکا کې د منځني دور ټاکنې د سنا د اکثریت څوکیو پر گټلو راڅرخي
په امریکا کې د منځني دور ټاکنې د سنا د اکثریت څوکیو پر گټلو راڅرخي

په امریکا کې د منځني دور د ټاکنو دپاره د پراخو کمپاینونو وروسته نن په داسې حال کې انتخابات پیل شول چې د یو لړ رپوټونو له مخې د جمهور رئیس اوباما د مشرتابه په تړاو د خلکو د رضایت کچه رالویدلې او داسې وړاندوینه کیږي چې جمهوري غوښتونکي ښایي پدې سیالۍ کې مخکې شي.

خوشبین جمهوري غوښتونکي د سنا د کنترول په لټه کې دي پداسې حال کی چې دیموکراتان د نن ورځې په ټاکنو کې د ماتې د مخنیوي هڅو ته دوام ورکوي.

جمهوري غوښتونکی سناتور بېن باسي د رایی اچونې پر مهال
جمهوري غوښتونکی سناتور بېن باسي د رایی اچونې پر مهال

ددې ځل د ټاکنو مهم ټکی دا دی چې که جمهوري غوښتونکي د ټاکنو په ترڅ کې د خلکو د رایو په تر لاسه کولو د سنا کنترول وگټي په هیواد کې د واک تعادل د یوه دیموکرات جمهور رئیس د کاري دندې په نیمایي کې بدلیږي.

په دې معنی چې مخالف گوند به د سنا واک پداسې حال کی تر لاسه کړي چې د هیواد مشري یو دیموکرات جمهور رئیس په غاړه لري.

اوس مهال په سنا کې د اتو چوکیو گټلو ته تر ټولو زیاته پاملرنه اړول شوې. او دا ځکه چې دا ایالتونه په دوه زره دولسم کې د میت رامني د کمپاین له کبله د جمهوري غوښتونکو په لور تمایل ښیي او یا هم، پنځوس پنځوس، د دواړو گوندونو تر منځ ویشل شوي دي.

جمهوري غوښتونکي چې لا د وخته د استازو د مجلس مشري او اکثریت هم په غاړه لري او اوس د سنا اکثریت هم وگټي دا به د جمهور رئیس اوباما د کاري دورې دوه پاتی کلونه بلکل ور بدل کړي. جمهوري غوښتونکي یوازې شپږو نورو چوکیو ته اړتیا لري چې په سنا کې اکثریت وگټي.

په سنا کې د اقلیت د ډلې مشر، جمهوري غوښونکی سناتور، مچ مکانل وویل «مونږ په خپل تاریخ کې د دوهم ځل دپاره د سنا اکثریت تر لاسه کولای شو څو داسې یوه نوې اجندا وټاکو چې خپل هیواد، متحده ایالات پر نوي مسیر برابر کړو. بریا احساسوو او مونږ به یی سبا شپې ته خوږ خوند هم وڅکوو.»

جمهور رئیس اوباما خلک په ټاکنو کې گډون ته هڅوي.
جمهور رئیس اوباما خلک په ټاکنو کې گډون ته هڅوي.

خو د سپېنې ماڼۍ ویاند جاش ایرنست وايي د جمهور رئیس دپاره مهمه دا ده چې خلک په ټاکنو کې برخه واخلي.

هغه وویل «زه فکر کوم چې هر ځلی چې د منځني دور اویا هم د جمهوري ریاست ټاکنې کیږي نو عواقب یی هم د پام وړ او خورا مهم وي نو له همدې کبله د فردي کاندیدانو د دفاع د چوکات نه وتلی جمهور رئیس د رایې د ورکړې پر ارزښت خبرې کړي او دا چې خلک باید د دیمورکراسۍ په بهیر کې تل ښکېل اوسي.»

دیموکرتانو ته تر ټولو لوي زیان د جمهور رئیس اوباما څخه د خلکو د رضایت د کچې په ټیټیدو ور رسیدلی. دیموکراتان هڅه کوي چې د هغه سره د فاصلې په ساتلو د لوړ لگښت د عملیاتو او د سنا دپاره په تر ټولو کلک رقابتي میدان کې خپل اکثریت او خپلې چوکۍ وژغوري.

دوي خورا هڅه وکړه چې په ځانگړې توگه ښځینه او ځوان رایې ورکونکي ور جلب کړي دا د رایو ورکونکو هغه دوه ډلې دي چې د جمهوري ریاست د ټاکنو نه پرته د منځني دور په ټاکنو کې یې رایې مهمې دي او د بدلون دپاره اغیزمنې گڼل کیږي.

په جورجیا کې دیموکراته کاندیده میشل نن وویل «تاسو نه مننه چې دلته راغلي یاست. خوشحاله یم چې پدې ښکلی ورځ د ټاکنو نه یوه ورځ مخکې، زمونږ د بري نه یوه ورځ مخکې دلته چې تر ټول ویی غوره گڼم تاسو سره یم. ما دا کمپاین پیل کړ او دې ښار میکن ته راغلم او خپل کمپاین هم همدلته پای ته رسوم.»

دیموکراتان د میرمنو او ځوانې طبقې د رایو جلبولو ته لومړیتوب ورکوي.
دیموکراتان د میرمنو او ځوانې طبقې د رایو جلبولو ته لومړیتوب ورکوي.

داسې هم ویل شوي چې د واجب الشرایطو رایو ورکونکو شپیته فیصده به هیڅ رایه ورنکړي خو د اسوشیتد پرس د رایی شمیرنې د ارقامو پر بنسټ د مخکې له مخکې رایې اچونې له لارې لا دوخته شپاړس اعشاریه اوه ملیون امریکاییان په یو دیرش ایالتونو کې رایې اچولې دي .

په آرکنساس، فلوریدا، جورجیا ، ایووا، لویزیانا، مریلند، مونتانا، نورت کارولاینا، ویسکانسن او یوتا کې د مخکې له مخکې رایو اندازه د دوه زره لسم کال نه هم اوښتی ده چې د خلکو د گډون نښه څزگندوي.

یوازی د سنا د کنترول تر لاسه کولو دپاره د ټاکنیز کمپاین لگښت دا ځل څلور ملیارد دالرو ته رسي چې د ارزښت پته یې هم د لگښت د کچې څخه لگولای شئ.

XS
SM
MD
LG