د لاس رسي وړ اتصالات

د کانگرس دپاره دوه مسلمانې کاندیدانې


د امریکا په ټاکنو کې د میرمنو شمیر زیات شوی دی.
د امریکا په ټاکنو کې د میرمنو شمیر زیات شوی دی.

شپږ دریش کلنه الهام عمر، شل کاله مخکې په سومالیې کې له جگړې وتښتیدله او وروسته لدې چې په کینیا کې د کډوالو په یوه کمپ کې د څلور کاله دې تیر کړل د امریکا منسوټا ایالت ته راغله.

الهام عمر تمه لري چې خپلې جمهوري غوښتونکې سیالې جینفر زیلنسکي ته به په اسانه ماته ورکړي. که چېرې میرمن عمر منځماله ټانکې وگټي په کانگرس کې به د بلې مسلمانې رشیده طلیب سره یوځای شي.

رشیده طلیب له منسوټا څخه د کانگرس څوکۍ لپاره مبارزه کوي
رشیده طلیب له منسوټا څخه د کانگرس څوکۍ لپاره مبارزه کوي

رشیده طلیب بیا په دیترویت کې اوسیږي او د فلسطین څخه امریکا ته مهاجره شوې ده. کانګرس ته د کامیابېدو لپاره د میرمن طلیب انتخاباتي مبارزه ځکه مهمه بلل شوې چې د مسلمانو امریکايي میرمنو پر وړاندې ځینې ننګونې موجودې دي. ځینې خلک د مسلمانو میرمنو سیاسي مبارزه د پرمختګونو پېلامه بولي.

همدغو تازه رایه ورکوونکو د میرمن طلیب د کامیابۍ لپاره په یوې قوي وسېلې بدل شول. تر یوې سختې ټاکنیزې مبارزې وروسته، دوي ولیدل چې د ټاکنو نتیجه د میرمن طالب په ګټه اعلان شوه.

داسې بریښي چې د منځمهاله ټاکنې به د اقلیتونو د شمېر له مخې د امریکا په تاریخ کې بې ساري ټاکنې وي. دا ځل ګڼ شمیر میرمنې ټاکنو ته درېدلې دي چې د ښځو کاندیدانو شمیر ۴۴ فیصده زیاته شوی او غیر سپین پوستو ښځو شمیر د ٢٠١٢ کال نه راپدیخوا ٧٥ سلنه زیات شوی.

د امریکا د منځمهالو ټاکنو نتیجه که هر څه وي، ښځې رای اچونکې ښایي په ډېر شمیر کې د رایو مرکزونو ته ولاړې شي.

د څیړنو په اساس په تیرو پنځوسو کلونو کې ښځې د نارینه و په پرتله ډیر د رایو مرکزونو ته ورغلي او راې ورکړې دي. په ٢٠١٦کال کې د نارینه و په پرتله د ښځو رای ورکوونکو شمیر لس میلیونه زیات وه.

د امریکا سیاسي څیړونکي سږ کال د ښځو کال ګڼي. سږکال د کانګرس د پاره ۲۳۷ او د سنا مجلس دپاره درویشت ښځینه کاندیدانې مبارزه کوي او شپاړس نورې د ایالتونو د ولایت مقامونو ته کاندیدې دي.

رشیده طلیب د میشیگن او الهام عمر د مینیسوټا څخه کاندیدانې دي، خو د امریکا د لر او بر ښځو او خصوصاً مسلمانانو هیلې ور پورې تړلې دي.

XS
SM
MD
LG