د لاس رسي وړ اتصالات

اروپا ته په لار سږکال ٣۴٠٠ مهاجر مړه او ورک شوي


په تیرو ٢٠ کلونو کې د نړۍ په گوټ گوټ کې د مهاجرت په ترڅ کې ٦٠٠٠٠ زره کسان مړه او یا هم بې درکه شوي دي.
په تیرو ٢٠ کلونو کې د نړۍ په گوټ گوټ کې د مهاجرت په ترڅ کې ٦٠٠٠٠ زره کسان مړه او یا هم بې درکه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان وایي د روان کال په لومړیو پنځه میاشتو کې ٣۴٠٠ مهاجر د نړیوالو سرحدونو څخه د تیریدو پر وخت مړه او یا هم بې درکه شوي دي. ددغو کسانو اتیا په سلو کې هڅه کوله چې د سمندر له لارې اروپا ته لاړ شي.

دغه شمیره د تیر کال د همدې مودې په پرتله ١٢ فیصده زیاته ده. په ٢٠١٥ کال کې ٢٧٨٠ تنه مهاجر مړه او یا هم بې درکه شوي وو.

د جرمني په برلین کې د مهاجرت د نړیوال سازمان د اطلاعاتو د ارزونې د مرکز رئیس فرانک لاکزکو وایي د شمالي افریقا او ایټالیا ترمنځ د مدیترانۍ بحیرې لار د مهاجرینو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناکه لار ده.

د اپریل د میاشتې په وروستۍ اونۍ کې په نهو ځانگړو پیښو کې شاو خوا ١١٠٠ مهاجر چې له لیبیا څخه روان شوي وو په دې لار مړه او یا هم بې درکه شول.

دغه مرکز وایي دوی د نړۍ په گوټ گوټ کې د خپلو ۴٠٠ دفترونو او د مختلفو نړیوالو سازمانونو څخه د بې درکه شویو مهاجرو په اړه هره ورځ تازه معلومات ترلاسه کوي.

ښاغلي لاکزکو دا هم وویل چې ترلاسه شوي ارقام کمزوري او مبهم دي او د مړه شویو مهاجرو د هویت د څرگندولو په اړه په زیات شمیر هیوادونو کې غفلت شوی دی. زیات وخت هغه مړي چې د سمندر نه د ساحل غاړې ته راوتلي دي په بې نومه ډله ییزه قبرونو کې ښخ شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان پر حکومتونو غږ کوي چې د بې درکه شویو مهاجرو په موندنه او د مړو په پیژندنه کې مرسته وکړي چې د ویرجنو کورنیو سره کمک وشي.

د مهاجرت د نړیوال سازمان ویاند وایي "د هر مهاجر مرگ په شلو کسانو اثر کوي". د هغه په وینا د مهاجرو کورنۍ نه یواځې د هغوی په مړینه غمجن دي بلکې خپل مالي ملاتړي یې له لاسه ورکړي دي.

دغه سازمان وایي چې د اکثرو تلف شویو مهاجرو مړي نه موندل کیږي او هویت یې هیڅکله هم نه څرگندیږي. په ٢٠١٥ کال کې د مدیترانۍ په سمندرگي کې د هغو مهاجرو څخه چې گمان کیږي غرق شوي د نیمایي کسانو مړي موندل شوي دي.

دا سازمان وایي په تیرو ٢٠ کلونو کې د نړۍ په گوټ گوټ کې د مهاجرت په ترڅ کې ٦٠٠٠٠ زره کسان مړه او یا هم بې درکه شوي دي.

XS
SM
MD
LG