د لاس رسي وړ اتصالات

پمپیو چین د مذهبي ازادۍ راتلونکي ته خطرناک ګواښ وګاڼه 


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اندونیزیا ته د سفر پر وخت نن پنجشنبه اکتوبر ۲۹ (لړم ۸) د هغه هیواد د مسلمانانو یوې لیبرالې ډلې ته په وینا کې د چین له لورې د ایغور مسلمانانو ځورونه وغندله.

مایک پمپیو اسیا ته د سفر په وروستي تم ځای اندونیزیا کې د خبرو پر وخت د کمونیست ګوند په مشرۍ چین «د مذهبي ازادۍ راتلونکې ته خورا خطرناک ګواښ» وباله.

ښاغلي پمپیو روڼ انده اسلامي علماو یوې ډلې ته په وینا کې په اندونیزیا کې چې اکثریت اوسیدونکي یې مسلمانان دي، دموکراسي او د نورو ادیانو پر وړاندې زغم وستایه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر مذهبي مشرانو غږ وکړ چې « معنویت په پام کې ونیسي» او د ټولو ادیانو د پیروانو استازیتوب وکړي. هغه د مسلمانانو، بودایانو، عیسویانو او نورو ډلو په وړاندې د چین «جګړې» ته ګوته ونیوله.

ښاغلي پمپیو په ځانګړې توګه په ژنجیانګ ایالت کې د ایغور مسلمانانو په وړاندې د بیجینګ «بې رحمانه چلند» یاد کړ چیرته چې اویغوریان د چین د کمونیست مقاماتو له خوا وحشیانه کړنو سره مخامخ دي چې په هغه کې د شاوخوا یو میلیون ایغوريانو او نورو مسلمانانو ډله ییز بندي کول شامل دي.

خو چین د اویغوریانو په ووړاندې بد چلند ردوي او وایي پدغو مرکزونو کې هغوی ته د حرفو او کارو بار زده کړې ورکول کیږي او دوی غواړي په دغه کار سره سخت دریځي له منځه یوسي او پرمختیا ترویج کړي.

خو ښاغلی پمپیو وایي چینایي مقامات د خوشحالهاویغوریانو خیالي کیسې کوي غواړي د هغوی نژاد، مذهب او کلتوري هویت له منځه یوسي چې په اصطلاح هغوی «عصري» کړي.

ښاغلي پمپیو همداشان په خپله وینا کې د میانمار د پوځ له خوا د روهینګیا مسلمانانو په وړاندې «سخت ظلم» ته ګوته ونیوله. هغه د ایران د رژیم له خوا د بهایانو، عیسویانو، سني مسلمانانو او نورو اقلیتونو د ځپلو یادونه هم وکړه.

ښاغلي پمپیو اسیا ته د سفر په ترڅ کې اندونیزیا ته له راتګ دمخه هند، سریلانکا، مالي او مالدیوز هم تللی و.

ښاغلي پمپیو تیره اونۍ ویلي وو چې د سفر موخه یې «سوداګریز، امنیتي او دپلواتیک مسایل» دي.

XS
SM
MD
LG