د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان سره په پوله پاکستاني عسکر وژل شوي


پاکستاني مقاماتو د شنبې په ورځ د سپتمبر په ١۴ ادعا کړې چې څلور سرتیري یې په دوو جلا پیښو کې د هغو "تروریستانو" په برید کې وژل شوي چې د افغانستان د پولې نه را اوښتي وو.

درې پاکستاني سرتیري د دیر د قبائیلي سیمې په هغه ځای کې وژل شوي چې پاکستاني پوځیان په کې د افغانستان سره په پوله د موانعو په جوړولو بوخت وو. په برید کې یو سرتیری ټپي شوی هم دی.

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانگه وایي یو بل سرتیری یې د جمعې په ورځ ناوخته په شمالي وزیرستان کې د افغانستان سره په پوله د گزمې پر وخت ترهگرو وژلی دی. دوی ویلي چې بریدگر یې هم په متقابلو ډزو کې وژلي دي.

افغانستان د خیبر پښتونخوا د قبائیلي سیمې سره نژدې ٢٦٠٠ کیلومتره سرحد لري او د پولې اخوا دیخوا بریدونه غیر معمول ندي.

اسلام آباد په یو اړخیزه توگه د دوو کلونو راهیسې د افغانستان سره په پوله د سرحدي موانعو په جوړولو پیل کړی دی چې ادعا کوي پدې کار سره غواړي د افغانستان له خاورې نه د کیدونکو ترهگریزو بریدونو مخنیوی وکړي.

د پاکستان پوځ اټکل کوي چې د سرحدي موانعو د جوړولو دغه ستره پروژه به یې د روان کال تر پایه بشپړه شي او د ترهگرو او د مخدره توکیو د قاچاقبرانو د غیر قانوني تگ راتگ مخنیوی به وشي.

پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک جنگیالي د پوځ د عملیاتو له ویرې د افغانستان هغو سیمو ته تښتیدلي چې د افغان حکومت کنترول پرې نشته. افغان حکومت بیا وایي چې د افغان طالبانو د ډلې په گډون ترهگر په پاکستان کې پټنځایونه لري او له هغه ځای نه په افغانستان کې دننه بریدونه کوي.

د روانې اونۍ په پیل کې د امریکا متحده ایالاتو د پاکستاني طالبانو مشر قاري ولي نور محسود د پاکستان پر ضد د مرگونو بریدونو د لارښوونې په خاطر د نړیوالو ترهگرو په لست کې شامل کړ.

XS
SM
MD
LG