د لاس رسي وړ اتصالات

بدخشان کې د طلا کان ښویېدو پېښه کې ۳۰ تنه مړه شوي


د بدخشان په کوهستان ولسوالۍ کې د طلا د یو کان ښویېدو له امله ۳۰ تنه عام خلک مړه شوي او ۷ تنه نور ټپيان شوي دي.

نن د یکشنبې په ورځ د «مرغومې پر ۱۶مه» سهار د ځايي وخت مطابق ۷ بجې د کوهستان ولسوالۍ د سیند په غاړه کې د طلا هغه کان ښویېدلی چې هره ورځ په کې په زرګونو خلک د طلا موندلو په خاطر کار کوي.

د بدخشان د کوهستان ولسوال محمد رستم راغي امریکا غږ ته وویل چې د طلا د دغه کان د ښویېدو له امله ۳۰ تنه تر شګو او جغل لاندې شوي دي چې جسدونه یې خلکو راویستلي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې هره ورځ له سهاره تر ماښامه پورې د کوهستان د سیند په شګو کې تر لسو زرو پورې کسان چې د بدخشان د مختلفو ولسوالیو څخه راغلي په دغه کان کې کار کوي.

هغه وايي چې خلک د سکواټور په ذریعه د سیند د غاړو جغل تر شلو یا ۳۰ مترو پورې ښکته ژوروي او په دغه ژور ځای کې د شګو د مینځلو په ذریعه د طلا ټوټې پیدا کوي.

محمد رستم راغي دا هم وویل چې د بدخشان دغه خلک په دغه سیند کې په غیر قانوني ډول کیندنې کوي او طلا په لاس راوړي، چې هره ورځ یو زرشوی ته له ۵۰۰ افغانیو نیولې تر ۱۰۰۰ افغانیو پورې عاید په لاس ورځي.

د کوهستان ولسوال وویل چې سهار پولیس هم سیمې ته رسېدلي دي او د جسدونو په راویستلو کې له خلکو سره مرسته کوي.

هغه وايي چې تر اوسه چې دوي ته کوم راپورونه رسېدلي دي په هغې کې د ۳۰ نفرو د مړه کېدو خبر ورکړل شوی دی خو کېدای شي تلفات له دې هم زیات شي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG