د لاس رسي وړ اتصالات

ګردیز کې د ماین چاودنې څلور ملکيان وژلي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د پکتيا ولایت په مرکز ګردیز کې د سړک غاړې د ماين په چاودنې کې څلور ملکي وګړي وژل شوي دي.

د پکتیا والي محمد حليم فدايي وايي، د پکتيا مرکز ته څېرمه د ابراهيم خېلو په سيمه کې يو سراچه موټر چې د واده مراسمو ته پر لاره و، د سړک پر غاړه خښ شوی ماين پرې چاودلی دی.

ښاغلي فدایي زياته کړه، چې د چاودنې له کبله په موټر کې ناست څلور تنه، دوې ښځې، يو ۱۲ کلن ماشوم او موټر چلوونکی وژل شوي دي.

تر والي دمخه د پکتيا د پوليسو وياند محمد لعل اميري امريکا غږ ته ویلي وو، چې په ياده پېښه کې دوه سړي او يوه ښځه وژل شوې او دوه نور ټپيان شوي دي.

محمد لعل آميري وویل، چې ټپيان تر پېښې وروسته سمدستي روغتون ته انتقال شوي دي.

که څه هم د دې ماین چاودنې پړه چا پرغاړه نه ده اخيستې خو د پکتيا والي محمد حليم فدايي پرته له دې چې د کومې ډلې نوم واخلي، دا يې د تروريستانو کار بللی دی.

تر اوسه د دې بمي چاودنې مسؤلیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG