د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې د ماین چاودنې ۲۱ بهرني او افغان وسله وال وژلي


دزابل ارغنداب ولسوالۍ یوه ناامنه ولسوالۍ ده چې د افغان وسله والو طالبانو تر څنگ په کې بهرني وسله وال هم پراخ حضور لري.
دزابل ارغنداب ولسوالۍ یوه ناامنه ولسوالۍ ده چې د افغان وسله والو طالبانو تر څنگ په کې بهرني وسله وال هم پراخ حضور لري.

د زابل ولایت د ارغنداب په ولسوالی کې د ماين په چاودنه کې ۲۱ تنه افغان او بهرني وسله وال وژل شوي.

چارواکي وايي چېچاودنه د زابل د ارغنداب ولسوالۍ په خوار زنگي سيمه کې د یکشنبې د ورځې له غرمې وروسته د يوې ديني مدرسې سره په څنگ کې په يوه خالي سرای کې شوې ده.

له دغه سرای څخه وسله والو د روزنيز مرکز په توگه کار اخيست.

د زابل ولایت سیمه ایز چارواکي وایي دا سيمه له دولتي حاکميت څخه بهر ده او د خاک افغان ولسوالۍ سره نږدې پرته یوه غرنی سيمه ده .

د زابل د امنيت امر سمونوال غلام جيلاني فراهي امريکاغږ اشنا راديو ته وويل چې بهرنيو وسله وسله والو سيمه ييزو وسله والو ته د ماين روزنې تربيه ور کوله چې پرې ماین چاودیدلی دی.

ښاغلي فراهي وویل چې د لمړنيو معلوماتو له مخې په پېښه کې ۲۱ وسله وال چې افغان او بهرنيپکې شامل دي وژل شوي.

د زابل د امنيت امر وویل، پیښه په لرې پرته غرنۍ سیمه کې شوې کیدای شي چې د تلفاتو شمېر تر دې زيات وي.

د زابل د ولايتي شورا مرستيال اسدالله کاکړ هم د دغې پیښې په اړه امريکاغږ اشنا راديو ته وويل چې دوی ته هم د سيمې د خلکو ويلي خو د چاودنې د ډول په اړه دقيق معلومات نلري. .

د بهرنيو وسله والو د هويت په اړه د وويل چي د افغان وسله والو طالبانو سره د ممکنه ټکر له کبله هغوی خپل هويت پټ ساتلی خو کله ، کله دا وسله وال ځانونه دالقاعده جنگيالیو په توګه معرفي کوي .

د سيمې يوه اوسيد ونکي عطاالله امريکاغږ ته وويل چې سيمه ایز خلک هم د پېښې ځای ته نه شي ور تللی او په دقيقه توګه سمیه ایز اوسیدونکي هم نه پوهیږي چې دا پیښه څنګه رامنځ ته شوې ده.

د ارغنداب ولسوالۍ په زابل کې له نا امنه ولسواليو څخه یوه ولسوالۍ ده چې د افغان وسله والو طالبانو تر څنگ په کې بهرني وسله وال هم پراخ حضور لري .

تر اوسه د دولت مخالفو وسله والو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG