د لاس رسي وړ اتصالات

زابل کې ماین چاودنه؛ د برېښنا شرکت دوه کارکوونکي وژل شوي


د کندهار برېښنا شرکت رئيس امان الله فاروقي اشنا راديو ته وويل چي د برېښنا شرکت کار کونکي په سيمه کي له کابل څخه کندهار ته د وارداتي برېښنايي شبکې د پايو د درولو په پروژه بوخت وو، چې نن غرمه ۱۲ بجې يې د سپرلۍ پر موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه کړې.

پېښه نن غرمه د زابل په شهرصفا ولسوالی کې رامنځ ته شوې، چې د ښاغلي فاروقي پر وینا په کي دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

خو د شهرصفا ولسوالی امنيه قومندان څارمن خيروجان اشنا راديو ته وويل چي په پېښه کي ټول پنځه تنه وژل شوي چي پوليسو د کلات ښار ته انتقال کړي دي.

د شهر صفا ولسوالی ځاي اوسيدنکي وايي چي د بريښنا شرکت کار کونکي په هغه سيمه کي د سړک د غاړي پز ماين ختلي چي تيره اونی پکښې د حکومتي قواوو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه شوې وه.

د شهرصفا ولسوالی ولسي مشر او د زابل د ولايتي شورا مخکني مرستيال حاجي هاشم ګراني اشنا راديو ته وويل چي د سيمي خلګ د برښنا شرکت سره همکاري لري او تر دې وړاندي هيڅ امنيتي ستونزه نه وه ورته پيدا شوې.

له کابل څخه کندهار ته د واريداتي بريښنا شبکې د لين غځولو چاري د زابل په اړوند سيمو کي دوام لري.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG