د لاس رسي وړ اتصالات

کرهڼې وزارت له ۳۰ زرو زیاتو ښځو ته کورنۍ باغچې جوړې کړي


د شمیرنو له مخې د افغانستان د نفوس شاوخوا ۸۰ فیصده خلک چې ښځې هم په کې شاملې دي د کرهڼې په سکټور کې کار کوي.
د شمیرنو له مخې د افغانستان د نفوس شاوخوا ۸۰ فیصده خلک چې ښځې هم په کې شاملې دي د کرهڼې په سکټور کې کار کوي.

د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، دغه وزارت په افغانستان کې له بېوزلو ښځو سره د مرستې لپاره د روان لمریز کال په اوږدو کې له دېرش زرو څخه زیاتو ښځو ته کورنۍ باغچې جوړې کړي دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي د دوشنبې په ورځ د«مرغومې پر۲۴مه» امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې سږ کال دغه وزارت ۳۰۳۰۵ بېوزلو ښځو ته په ۳۴ ولایتونو کې د کوچنو کورنیو باغچو په جوړولو کې وړیا ډول مرسته کړې ده.

ښاغلي رستمي وویل:"له بېوزلو ښځو سره د مرستې او د کرهڼې په سکټور کې د ښځو د ونډې د پیاوړي کېدو په موخه، د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هرکال د کورنیو باغچو د جوړولو، د چرګانو کوچنو فارمونو د جوړولو او نورو برخو کې پروګرامونه لري او دا مرستې په وړیا ډول ترسره کېږي".

د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند وايي، دغه وزارت د دې ترڅنګ په کابل، ارزګان، پکتیا او کونړ ولایتونو کې ۴۰۰ بېوزلو ښځو ته۸۰۰ شیدې ورکوونکي وزې او۱۱۰ نورو ښځو ته شیدې ورکوونکي غواګانې ویشلي دي او ۳۰۰نورو ښځو ته یې د شاتو د مچیو د روزنې ۶۰۰ صندوقونه هم ویشلي دي.

د کرهڼې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، په تېرو کلونو کې د دې پروژې څخه یوازې په څو ولایتونو کې ښځو ګټه اخیستله، خو په روان ۱۳۹۷ لمریز کال کې یې لمن ټول افغانستان ته پراخه شوې ده.

په دغو پلي شویو پروګرامونو کې د شنو خونو، کورنیو باغچو او د سبو د پروسس مرکزونه جوړول او پر ښځو د سبو د پروسس د کاري توکو وېشل هم شامل دي.

د کرهڼې، اوبولګولو او مالدرۍ وزارت وایي، د دغه پروګرام له لارې ۸۰۰ ښځو ته د خوراکي توکو د پروسس ۲۱ ډوله توکي برابر شوي دي او ۱۰۳۰ ښځو ته د شنو خونو د جوړولو چارې بشپړې شوي او هم هغوی ته د خوراکي توکو د پروسس ۱۴ مرکزونه فعال شوي دي.

د دغه وزارت چاوراکو د وینا له مخې اوس مهال په افغانستان کې د زعفرانو په سکټور کې ۱۵۴ زره نوو فصلي دندو امکانات پیدا شوي، چې تر ۸۰ فیصدو پورې ښځو ته د کار امکانات په کې برابر شوي دي.

همدا راز د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې د خوړو د خوندیتوب په برخه کې، په کابل او بلخ کې د لبنیاتو د پروسس د دوو فابریکو چارې، چې په ټولیزه توګه په ورځ کې د ۴۶ زره لېټره شیدو د پروسس ظرفیت لري بشپړې شوي دي.

همداشان په خوست ولایت کې د شاتو د پروسس او بسته بندۍ یو مرکز هم جوړ شوی دی.

د افغانستان د نفوس فیصده شاوخوا ۸۰ فیصده یې د کرهڼې په سکټور کې فعالیت کوي، چې ښځې هم د خپلې کورنۍ د غړو سره په دغه سکټور کې د کرهڼې د تولید په برخه کې په کار بوختې دي.

د شمېرنو له مخې د افغانستان د ناخالص ملي عاید شاوخوا ۳۱ فیصده د کرهڼې د سکټور له لارې ترلاسه کېږي.

XS
SM
MD
LG