د لاس رسي وړ اتصالات

کلیو د پراختیا وزارت په کلیوالو سیمو کې د خوړو بانکونه جوړوي


سږکال د افغانستان ۲۲ ولایتونو کې خلک د وچکالۍ سره مخ وو.
سږکال د افغانستان ۲۲ ولایتونو کې خلک د وچکالۍ سره مخ وو.

د کلیو د پراختیا وزارت ،د افغانستان په ټولو ولسوالیو کې د بې وزلو کورنیو د لاس نیوي لپاره د کلیوالو سیمو د اوسیدونکو په مرسته دخوړو بانکونه جوړوي.

د کلیو د پراختیا وزارت ویاند فریدون اژند امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تراوسه دغه وزارت د انکشافي شوراګانو په چوکاټ کې د ۳۴ ولایتونو په ۱۱۴ ولسوالیو کې ۴۱۴۲ د خوړو بانکونه جوړ کړي دي.

فریدون اژند وویل، چې د کلیو د پراختیا وزارت د خوړو د بانکونو د جوړولو لپاره اسنتیاوې برابروي، خو په بانکونو کې غلې دانې او حبوبات پخپله د کلیوالو له خوا راټولیږي او بیا په کلیو کې ډیرو بې وزله کورنیو ته د هغوی د اړتیا له مخې په وړیا ډول ویشل کیږي.

ښاغلي اژند وویل " د کلیو د پراختیا وزارت یوازې په نهو ولایتونو کې، چې امکانات یې کم وو، د دغسې بانکونو د جوړولو په برخه کې د هر بانک سره د زرو امریکايي ډالرو مرسته کړې ده".

د کلیو د پراختیا وزارت ویاند وویل، چې دا وزارت د خپل " ولسي تړون" د پروګرام له لارې د دغسې بانکونو جوړول پیل کړي، چې په راتلوونکي کال کې به یې لړۍ نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

په روان لمریز کال کې په دغو بانکونو کې په مجموعي ډول ۱۴۰۰ ټنه غله او خوراکي توکي راټول شوي وو.

په روان لمریز کال کې د دغو بانکونو له لارې د ۱۲۷۰۵ کورنیو سره د خوړو مرستې شوي دي.

د کلیو د پراختیا وزارت په افغانستان کې د وچکالۍ د اغیزو د کمیدو لپاره د دغو بانکونو جوړیدل ډیر مهم ګني او وايي، چې کلیوالو د دغسې بانکونو د جوړولو لپاره خپله ۹۳ جریبه ځمکه هم دغه وزارت ورکړې ده.

د کلیو د پراختیا وزارت وايي، چې کلیوالو په دغو بانکونو کې د یو میلیون امریکايي ډالرو څخه زیاتې پیسې هم راټولې کړي او د خوړو په بانکونو کې یې اچولي دي.

د کرهڼې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، چې په روان لمریز کال کې په ۲۲ ولایتونو کې د وچکالۍ اغیزې ډیرې وې، چې ورسره په دغو ولایتونو کې د څارویو خوراکي توکي تر ۶۰ فیصدو پورې کم شوي وو.

په افغانستان کې د تیرو دریو کلونو راهیسې وچکالي دوام لري، چې د خوړو د نړیوال سازمان " ایف اې او" د رپوټ له مخې پر۱۰.۶ میلیونو اوسیدونکو یې یو ډول اغیزه کړې ده.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره " اوچا" وايي، چې د روانې وچکالۍ له امله شاوخوا ۲۵۰ زره کلیوال له خپلو مینو نورو سیمو ته ګډه شوي دي.

په روان کال کې د وچکالۍ له امله ډیرې بې ځایه شوي کورنۍ د هرات او د بادغیس ولایت مرکز ته ګډه شوي دي.

د وچکالۍ له امله د بې ځایه شوو کورنیو سربیره شاوخوا درې سوه زره نور افغانان په روان لمریز کال کې د جنګ او جګړو له امله هم د خپلو سیمو څخه نورو ولایتونو ته کډه شوي دي. .

XS
SM
MD
LG