د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او نهه ټپیان شوي


د متحده ایالاتو د پنسلوانیا ایالت په پیتسبرګ ښار کې په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

د پیتسبرګ ښار پولیس وایي ډزې تیره نیمه شپه اپریل ۱۷ (وري ۲۸) ۱۲:۳۰ دقیقې په هغه ځای شوي چې یو خصوصي محفل په کې روان و.

د پولیسو په وینا د برید په وخت څه دپاسه ۲۰۰ کسان چې په عمومي توګه عمرونه یې د ۱۸ کالو ټیټ وو پدې محفل کې راټول شوي وو.

د پیتسبرګ ښار پولیسو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ډزو وروسته ۱۱ تنه چې په مرمیو لګیدلي وو روغتون ته انتقال شول چې دوه تنو یې په روغتون کې ساه ورکړه.

مقاماتو همداشان ویلي چې څو تنه نور د پیښې له ځایه د تېښتې پر وخت ټپیان شوي چې د هغوی له ډلې څخه دوه تنه د هډوکو د ماتیدو له کبله روغتون ته انتقال شوي دي.

د پیتسبرګ د پولیسو رئیس جان فیشر، محلي رسنیو ته ویلي چې ددې پیښې اړوند پلټنې پیل شوي خو د هغه په وینا تر اوسه د ډزو انګیزه نده څرګنده او په اړوند یې څوک لا ندي نیول شوي.

دغه مقام دغه محفل او ګډون کوونکو ته په اشارې وویل: "الکول وو، کسان ټیټ عمره وو او ټوپک هم وو – دا د هر ډول پیښې لپاره یو وژونکی ترکیب دی چې وروستۍ نتیجه یې دغه ډول تراژیدې ده."

د وسله وال تاوتریخوالي په هکله په متحده ایالاتو کې میشت د یو غیر دولتي سازمان د ارشیف د شمیرو له مخې د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې څخه د اپریل تر ۱۷ پورې په ټوله امریکا کې په وسله وال تاوتریخوالي ۱۳۸ پیښې رامنځته شوي دي.

XS
SM
MD
LG