د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایان د مبارز مارټین لوتر کینګ ورځ لمانځي


امریکایان په ټول هېواد کې د مدني حقوقو د مبارز مارټین لوتر کینګ د زېږېدو ورځ لمانځي. نن د هغه په ویاړ په ټولې امریکا کې عمومي رخصتي ده.

دغه رخصتي په ۱۹۸۳ کال کې د هغه وخت د ولسمشر رونالد ریګن له خوا ایجاد سوه او په لړ کې یې ولسمشر یوه لایحه لاس لیک کړه چې د جنورۍ درېمه دوشنبې د هغه د درناوي دپاره په ټولې امریکا کې عمومي رخصتي وي. مارټین لوټر کینګ په کال ۱۹۲۹ کې د امریکا د جورجیا ایالت په اتلانتا ښار کې زېږیدلی و.


دغه راز په کال ۱۹۹۴ کې د امریکا کانګرس د مارټین لوټر کینګ رخصتي په امریکا کې د خدمت د ملي ورځې په نامه رسماْ یاده کړه. د کانګرس د دې اقدام هدف دا و چې امریکایان وهڅول سي چې د خپلو ټولنو په جوړولو کې مرسته وکړي.


کینګ د لومړي ځل دپاره په کال ۱۹۵۵ کې یوه کامیابه مبارزه پرمخ یوړله او په لړ کې یې د امریکا د الباما ایالت د منګومري په ښار کې د هغه قانون څخه سرغړونه او وسره یې مقاطعه وکړه چې له مخې به یې په دولتي بسونو کې توران او سپینان جلا سره کښېنول کېدل. د هغه نه وروسته هغه په ۵۰ او ۶۰ لسیزو کې د مدني آزادیوو د تحریک د یوې مطرح څیرې په توګه وپېږندل شو.

په کال ۱۹۶۳ کې یې په واشنګټن کې د یوه لاریون په ترڅ کې په میلیونو کسان خپل د هغې وینا په مرسته وهڅول چې پیل یې په ،، آی اف اه ډریم،، یا زه یو آرمان لرم وشو..... ډاکټر کینګ په ۱۹۶۴ کې د نوبل د سولې نړیوال جایزه ترلاسه کړه.
XS
SM
MD
LG