د لاس رسي وړ اتصالات

وسله‌والو په کندز کې د افغان پوځ یو جنرال وژلی


د بغلان د امنیتي ځواکونو د هماهنګۍ دفتر مسول کندز کې د وسله والو په یو برید کې وژل شوی دی
د بغلان د امنیتي ځواکونو د هماهنګۍ دفتر مسول کندز کې د وسله والو په یو برید کې وژل شوی دی

په بغلان کې د امنیتي ځواکونو د هماهنګۍ د دفتر مسول جنرال عبدالحی عطايي نن په رڼا ورځ د کندز – خان اباد پر لویه لار د وسله والو له خوا د یو کمین په ترڅ کې ووژل شو.

په کندز کې د پولیسو د سپین زر ۸۰۸ زون قوماندان شیرعزیز کامه وال امریکاغږ ته وویل چې عطايي د بدخشان اوسیدونکی و او په کور کې د رخصتۍ له تیرولو وروسته د دفتر پر لور پر لاره و چې د خان اباد ولسوالۍ په اړونده سیمه کې د مخالفو وسله والو په یو کمین کې لومړی ټپي شوی او وروسته یې ساه وکړی.

هغه زیاته کړه چې جنرال عطايي نظامي چارواکی و خو ده له دې پرته چې د کندز او تخار ولایت پولیسو ته احوال ورکړي په نظامي رینجر موټر کې یې په دغه لار سفر کاوه.

د کندز د والي ویاند سید محمود دانش وايي چې د خان اباد په سیمه کې د بغلان د امنیتي ځواکونو د هماهنګۍ پر مسول جنرال عبدالحی عطايي باندې په برید کې یوازې عطايي وژل شوی او یو تن ساتونکی یې ټپي شوی دی.

هغه زیاتوي چې د پیښې ځای ته د خان اباد د امنیې قوماندانۍ مسولین ورغلي وو خو عطايي مخکې له دې چې روغتون ته ورسیږي ساه یې ورکړې او مړ شوی دی.

د کندز خان اباد لویه لار کې کله کله د دولت مخالف وسله وال طالبان لارو ته راوځي او پر دولتي چارواکو بریدونه کوي.

شپږ میاشتې وړاندې هم د کندز د امنیې قوماندانۍ او یو تن نظامي څارنوال په همدغه لار د مخالفو وسله والو له خوا له موټرو کوز شوي وو خو د مرګ او ژوند معلومات یې نه دی شوی.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG