د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو له خوا د سنګین د نیولو ادعا رد کړې


دفاع وزارت وايي د ملي اردو یو بیز له سنګین څخه خپل اصلي موقعیت ته لیږدول شوی او د ۲۱۵ قول اردو دویمه لیوا لا هم په دغې ولسوالۍ کې پرته ده.
دفاع وزارت وايي د ملي اردو یو بیز له سنګین څخه خپل اصلي موقعیت ته لیږدول شوی او د ۲۱۵ قول اردو دویمه لیوا لا هم په دغې ولسوالۍ کې پرته ده.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي وایي، تیره شپه د دغه ولایت د سنګین د ولسوالۍ په مرکز کې د افغان ځواکونو یو دیره کنډک د دغې ولسوالۍ له مرکز څخه ۲۰ کیلو متره شاته د امان الله غونډۍ ته لیږدول شوی دی.

د دغې قول اردو یو چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د ځواکونو په شاتګ پریکړه د پوځ د لوړ پوړو چارواکو له خوا شوې او دا ځواکونه پرته له کومې جګړې له دغې سیمې څخه د امان الله غونډۍ ته په شا شوي دي.

دغه چارواکې دا ومنله چې افغان ځواکونو د دې لپاره چې د دولت مخالف وسله‌وال په دغه مرکز کې ماینونه ځای پرځای نه کړي د کنډک ځینې تاسیات ویجاړ کړي دي.

طالبانو په یو بیان کې ویلي، چې د سنګین له ولسوالۍ څخه د افغان ځواکونو له وتلو وروسته، دغو ځواکونو د ولسوالۍ په اداري تاسیساتو بمباري کړې او ټول تاسیسات یې ړنګ کړي دي.

د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي رسنیو ته په استولي بیان کې ادعا کړې چې په بمبارۍ کې ډیر مهمات او پوځي وسایط ویجاړ شوي نه دي او د دغې ډلې وسله والو لاس ته ورغلي دي.

احمدي ویلي چې اوس د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ، نظامي قرارګاه (پي آر ټي) او اړوند ټول ځایونه د طالبانو د وسله والو په کنټرول کې دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري په یو بیان کې ویلي، د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې د دفاع وزارت او ستر درستیز د پلان له مخې د ملي اردو ثابت قدم بیز له خپل فرعې موقعیت څخه په شکر شیله سیمه کې خپل اصلي موقعیت ته لیږدول شوی دی.

جنرال دولت وزیري د طالبانو ادعا چې دا مرکز یې نیولی په کلکه رد کړې ده.

جنرال وزیري ویلي چې د ۲۱۵ قول اردو دویمه لیوا لا هم د سنګین په ولسوالۍ کې پرته ده او د دغې ولسوالۍ اداري چارې لا هم فعالې دي.

جنرال وزیري ویلي د ولسوالۍ په شاوخوا کې د وسله والو مخالفینو تحرکات شته چې افغان ځواکونه ورسره په جګړه بوخت دي، خو دا تحرکات دومره نه دي چې د ولسوالۍ امنیت ته ګواښ پیښ کړي.

طالبان وایي چې د سنګین ولسوالۍ له تیرې یوې میاشتې را هیسې د دغې ډلې د وسله والو تر محاصرې لاندې وه.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG