د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: لوګر لپاره د طالبانو نومول شوی والي برید کې وژل شوی


د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا هوايي برید یې د لوګر د چرخ په ولسوالۍ کې د طالبانو په یو مرکز کړی دی.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، دا هوايي برید یې د لوګر د چرخ په ولسوالۍ کې د طالبانو په یو مرکز کړی دی.

د افغانستان دفاع وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې تیره شپه (چنګاښ ۶ مه)د لوګر په ولایت کې د یو هوايي برید په پایله کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي د خپلو اوو ملګرو سره وژل شوی دی.

د دفاع وزارت د دغه برید یوه لنډه ویډیو هم خپره کړې ده.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د لوګر د چرخ په ولسوالۍ کې په دې هوايي برید کې د دغه ولایت لپاره د طالبانو د والي حاجي لالا د وژل کیدو سربیره د هغه د دوو مرستیالانو بریالي او فریدون د وژل کیدو ادعا هم کړې ده.

د دفاع وزارت ویلي، چې په دې برید کې د غزني، لوګر، خوست، پکتیا او کابل لپاره د طالبانو د استخباراتو مشر مولوي شمس الرحمان، دوه بهرني او دوه افغان طالب وسله وال هم وژل شوي او څوارلس نورو افغان طالبان ټپیان شوي دي.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان د دفاع وزارت دا ادعا په کلکه رد کړې او ویلي دي، چې اصلآ په لوګر کې هیڅدغسې کومه پیښه نه ده شوې.

د طالبانو دغه ویاند د دفاع وزارت ادعا پروپاکند بللی او دا ډول خبرونو خپرول یې د افغان حکومت د وارخطايی نښه بللې ده.

XS
SM
MD
LG