د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پوځ بدخشان کې د چین په لګښت غرنۍ لوا جوړوي


چین او افغانستان د بدخشان ولایت د واخان په سیمه کې ۷۶ کیلو متره ګډ سرحد لري.
چین او افغانستان د بدخشان ولایت د واخان په سیمه کې ۷۶ کیلو متره ګډ سرحد لري.

چین د بدخشان په ولایت کې د افغان پوځ د یوې لوا د جوړولو د ټول مالي لګښت په غاړه اخیستو سره موافقه کړې ده.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې، چین د بدخشان په ولایت کې د یوې غرنۍ لوا د جوړولو ټول لګښت په غاړه اخیستلو پریکړه د پنجشنبې په ورځ په بیجینګ کې د افغانستان د دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي او د چین د دفاع وزیر جن شوکي لیانگ ترمنځ په یو غونډه کړې ده.

جنرال وزیري وویل " د لیوا لګښت چین ورکوي، خو لوا په بشپړه توګه د افغانانو له خوا جوړیږي، چین په کې هیڅ ډول دخالت نه لري، په هیڅ ډول، یوازې یې په بدخشان کې د لیوا د جوړولو لګښت په غاړه اخیستی دی".

اوسمهال د افغانستان د دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي د یو لوړپوړې پوځي پلاوي په مشرۍ د چین څخه په لیدنه بوخت دی.

افغانستان د بدخشان د ولایت د واخان او چین د چاله چینګو د درې په سیمو کې ۷۶ کیلو متره ګډ سرحد لري.

د افغانستان په څیر چین هم د خپل هیواد په مسلمان میشتو سیمو کې د اسلامي سخت دریځو د فعالیتونو تر اغیز لاندی دی.

امنیتي اندیښنو ته په پاملرنې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ اي، د تیرې سه شنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو د وزیرانو درې اړخیزې غونډې پرمهال له افغانستان او پاکستان څخه وغوښتل چې په خپلو هیوادونو کې دې د شرقي ترکستان د اسلامي ډلې د فعالیتونو مخه ونیسي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وايي چین د یغور سخت دریځوله فعالیتونو په اندیښنه کې دی.

جنرال وزیري وویل " چین هم له دې څخه ډیر کړیدلی دی، په ځانګړي ډول په شرقي ترکستان کې هغوی د یغوریانو څخه د ډیرو ستونزو سره مخ دي ".

جنرال وزیري وویل چې د چین د دفاع وزیر په پرونۍ غونډه کې د تروریزم سره په مبارزه کې د افغانستان دفاع وزیر ته د مرستې ډاډ هم ورکړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وايي، د دفاع وزیر د چین د دفاع وزیر څخه غوښتي چې په خپل هیواد کې دې د افغان پوځیانو د روزنې بهیر پراخه کړي او په زیات شمیر افغان پوځیانو ته دې په دغه هیواد کې د روزنې امکانات برابر کړي.

د چین له خوا د افغان پوځ د یوې لوا ته د لګښت د برابرولو د موافقې وړاندې دغو دوو هیوادونو د خپلو سرحدونو په اوږدو کې د تروریستي فعالیتونو او د سرحد د یوې خوا څخه بلې خوا ته د غیرې قانوني تګ راتګ د مخنیوي لپاره پر پوځي ګزمو هم موافقه کړې وه.

XS
SM
MD
LG