د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د داعش ډلې عمومي قاضي ووژل شو


افغان چارواکي وايي، د داعش ډلې د یو شمیر مهمو غړو په ګډون ۴۴ داعشیان، په ننګرهار کې وژل شوي.
افغان چارواکي وايي، د داعش ډلې د یو شمیر مهمو غړو په ګډون ۴۴ داعشیان، په ننګرهار کې وژل شوي.

د افغانستان په ختیځ کې د افغان پوځ چارواکي وايي، په ننګرهار کې د کمانډو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د 'اسلامي دولت' نومې یا داعش ډلې عمومي قاضي، د دغې ډلې د روزنې دوه مسولین، د حافظ سعید ورور او لسګونه نور داعش جنګیالي وژل شوي دي.

په ختیځ زون کې د افغانستان د پوځ د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند ډګرمن شیرین آقا فقیري امریکا غږ ته وویل، په ننګرهار ولایت کې د 'حمزه' په نوم عملیاتو کې، چې د افغان کمانډویانو له خوا پر مخ وړل کیږي، د دولسو بهرنیانو په ګډون ۴۴ داعشیان وژل شوي دي.

د ډګرمن فقیري پر وینا، په وژل شوو کسانو کې د داعش ډلې عمومي قاضي ملا صلاح، د دغې ډلې تعلیمي مسولین او روزونکي صدیق یار او احمد او د داعش د پخواني قوماندان حافظ سعید ورور یارحبیب هم شامل دي.

هغه زیاته کړه، چې دغه شمیر داعشیان په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې د اچین ولسوالۍ په مومنددرې، پیشه او ناوتنګي سیمو کې د هوايي او ځمکنیو بریدونو پر مهال وژل شوي.

د ننګرهار ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند حضرت حُسین مشرقي‌وال وايي، چې د 'حمزه' عملیاتو په ترڅ کې د داعش د پټن‌ځایونو په له منځه وړلو کې د قاطع ملاتړ د ماموریت ځواکونو هوايي بریدونه ګټور ثابت شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي، د 'حمزه' په نوم ځانګړي عملیات، چې د دغه ولایت په اچین، هسکې مینې او کوټ ولسوالیو کې د افغان کومانډویانو له خوا د قاطع ملاتړ د ماموریت ځواکونو په مرسته دوام لري، په دقت سره ترسره کیږي او تر ډیره په کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې مخه نیول شوې ده.

د هغه پر وینا په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو د پام وړ لاسته راوړنې لري.

تر اوسه د 'اسلامي دولت' نومې ډلې د اچین د عملیاتو او په کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG