د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: په اچین کې د "بمونو مور" ۳۶ د داعش وسله وال وژلي


د امریکا پوځ په افغانستان کې د خپل حضور په ټوله موده کې په لومړي ځل دا بم تیره شپه کارولی دی.
د امریکا پوځ په افغانستان کې د خپل حضور په ټوله موده کې په لومړي ځل دا بم تیره شپه کارولی دی.

که څه همد ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ د مامندو اسدخیلو په سیمې د امریکا د پوځ تیرې شپې د ټولود ستر بم د کارولو وروسته د دغې بمبارۍ څخه د پیښ شوي زیان په اړه تراوسه ډیر دقیق معلومات نشته، خو د افغانستان د دفاع وزارت په دې بمبارۍ کې د اسلامي دولت یا داعشد ۳۶ وسله والو د وژل کیدو او د دغې ډلې د مرکزونو اود وسلو د زیرمنتون د ویجاړولو خبر ورکړی دی.

د دفاع وزارت ویلي چې دا بمباري د افغان ځواکونو سره په هماهنګۍ ترسره شوی اوپه کې ملکي وګړو ته د سر هیڅ زیان نه دی رسیدلی.

د اچین ولسوال ډاکټر اسمعیل شینواري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې لا هم تر نن د جمعې ورځې ترغرمې پورې دې د پیښې ځای ته نه دی رسیدلی او د پیښې له ځایه لس کیلو مټره وړاندې د افغان ځواکونو سره د حالاتو څارنه کوي.

هغه وویل چې په دغه بمبارۍ کې ملکي وګړو ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

ډاکټر اسمعیل شینواري وویل، چې دا بمباري په لوړو غرنیو سیمو شوې چې هلته د اوسیدانې کورونه نشته دی.

د سمیې اوسدونکي هم وایي چې بمباري په غریزه سیمه شوې ده او هلته د اوسیدانې کورونه نشته دی.

د اچین ولسوالۍ یو قومي مشر ملک کمین امریکا غږ ته وویل:"په دغه ساحه کې چې بم ګوزار شوی دی پکې د عامو خلکو کورونه نشته او که شته هم خلک پکې نه اوسېږي، دغه ساحې ټولې له داعش سره دي".

نوموړی ددغه لوی بم د غورځېدو کیسه کوي او وايي: " ماخستن و یو درز شو د کور ټولې شیشې مو ماتې شوې او هیڅ پوه نه شو چې څه وو تر اوسه ډېر خلک په غوږونو کاڼه دي".

د اچین ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی ملک وارث وايي چې اوس مهال له داعش سره یو شمېر ملکي وګړي بندیان دي، او داعش ډلې به بندیان همدلته ساتل نو کېدای شي ملکي وکړي هم په دې بمبار کې وژل شوي وي.

په سیمه کې یو اوسېدونکی فقر محمد وايي چې د داعش ډلې پر وړاندې د افغان او بهرنیو ځواکونو ګډ عملیات د مامند تنګي ته رسېدلي و خو د دغه لوی بم تر غورځولو وړاندې کمانډو او بهرني ځواکونه درې کیلومتره شاته راغلي او اوس د بنډولا سیمه کې دي.

نوموړی وايي چې د بمبار په سیمه کې ترسهاره اور لګېدلی و او اوس هم له ځینو سیمو لوګي پورته کېږي.

تر اوسه خبریالانو ته سیمې ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

د بمبار له سیمې تر اوسه هیڅ ملکي کس نه دی راغلی چې د سترګو لیدلی حال ووايي؛ خو د ډېرو عامو خلکو په وینا چې دغه بم په خلکو کې سخته وېره خوره کړې ده.

ارګ هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه عملیات د افغان حکومت او قاطع ملاتړ تر منځ په پوره همغږۍ تر سره شوي دي.

تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه څه نه دي ویلي

د اچین د بمبارۍ په هکله د افغانستان دننه غبرګونونه

د امریکا د پوځ له خوا په افغانستان کې د دغه پوځ د غیرې اتومي بمونو تر ټولو ستر بم کارولو په دغه هیواد کېبیلابیل غبرګونونه راپارولي دي.

ارګ ویلي چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د داعش په مرکزونو، تونلونو او پټنځایونو د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو د هوایي بمبار پرمهال چې د افغانستان حکومت له نږدې څخه په جریان کې وو، داعشیانو او د افغانستان دښمنانو ته درانه تلفات اوښتي دي.

ارک په یوه اعلامیه کې دا هم ویلي چېد افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې مېشت نړیوال ځواکونه په ګډه همغږۍ او همکارۍ د داعش په ګډون د ټولو تروریستي ډلو او ګروپونو پرضد مبارزه کوي.

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د نړیوالو ځواکونو د دغې ګډې همغږۍ او همکارۍ او د عملیاتو پر مهال د زیات دقت له امله تل ملکي وګړو ته د هر ډول زیان اوښتو او تلفاتو مخه نیول شوې ده.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دغه بم د کارولو په اړه د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې دا بمباري د افغان ځواکونو سره په هماهنګۍ کې شوې چې د داعش او نورو تروریستي ډلو پر وړاندې د ملي یووالي د حکومت تعهد څرګندوي.

اجرائیه رئیس ویلي چې په دغه برید کې ځکه ملکي وګرو ته د سر زیان نه رسیدلی چې د عبدالله عبدالله په وینا د داعش د وحشت له امله په دغه سیمه کې میشتو کورنیو له وړاندې خپل کورونه پریښي وو.

د افغانستان پخواني جمهورئیس حامد کرزي د خپل ټویټر په پاڼه د امریکا د پوځ دا بمباري غندلې ده.

په اسلام اباد کې افغان سفیر او د جمهوررئیس محمد اشرف غني ځانګړي استازي حضرت عمر زاخیلوال هم په خپل ټویټر لیکليد دغسې بمونو څخه کاراخیستل د افغانستان د لانجې د حل لار نه ده بللې او ویلي دي که د ستر بمونو څخه کار اخیستل د ستونزو حل وې نو افغانستان به اوس د نړۍ ترټولو مصون ځای وو.

په اسلام اباد کې د طالبانو د وخت سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف هم د خپل ټویټر په پاڼه دا بمباري غندلې ده.

طالبانو په یوه اعلامیه کې چې په کابل کې رسنیو ته استولې ویلي چې د امریکا د پوځ له خوا د دومره ستر بم څخه کار اخیستل د توجیه وړ عمل نه دی.

د طالبانو اعلامیه وایي "اسلامي امارت د امریکايانو دا ستر جنایت په سختو ټکو غندي اوعاملین يې نړیوال جنایتکاران بولي، دا ډول درنې وسلې استعمالول زموږ په هیواد کې اوږد مهاله رواني او اقتصادي زیانونه ترشا پریږدي".

طالبانو ویلي په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې له منځه وړل او مخنیوی د افغانانو کار دی، نه د پردیو او که امریکا له چا څخه تشویش لري، دخپل هیواد پولې دې وساتي.

طالبانو د امریکا د پوځ دا بمباري د دغه پوځ د روان ماموریت د چوکاټ څخه خبرګڼلی دی.

XS
SM
MD
LG