د لاس رسي وړ اتصالات

د غني او ټرمپ په ګډون ګڼو مشرانو مودي ته د بریا مبارکي ورکړې


پداسې حال کې چې د هند د بهارتیا جنتا گوند د خپلو متحدینو سره یو ځاې په هند کې په انتخاباتو کې په لوی توپیر بری ترلاسه کړیدی. د نړۍ د مختلفو ملکونو مشرانو نریندر مودي ته د مبارکۍ او نیکو هیلو پیغامونه استولې دي.

په هند کې د انتخاباتو د نتایجو د اعلان سره سره نریندر مودي ته چې په دغه انتخاباتو کې یې ډیره واضح بری تر لاسه کړیدی، په ټویټر د نړۍ د مختلفو ملکونو مشرانو د مبارکۍ پیغامونه استول پیل کړیدي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني نریندر مودي ته په ټویټر مبارکي ورکړه. هغه ولیکل:

"نریندر مودي ته د هند د ولس لخوا په زیات شمیر رایو گټلو مبارکي وایم. د افغانستان ولس او حکومت د هند سره په سیمې کې د امن، پرمختگ او خوشحالۍ لپاره د همکارۍ دوام ته هیله مند دي."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټویټر مودي ته څه داسې ولیکل:

"صدراعظم نریندر مودي او د هغه گوند ته په انتخاباتو کې په برې مبارکي وایم. د مودي د بیرته راتگ سره به امریکا او هند یو ځاې ډیر څه تر لاسه کړي. زه د هغه سره د خپلې همکارۍ دوام ته سترگې په لار یم."

د افغانستان او د امریکا د ولسمشرانو په شمول د نړۍ د نورو ځینو ملکونو مشرانو هم نریندر مودي ته د نیکو هیلو پیغامونه استولي د.

ښاغلي مودي هم دغو پیغامونو ته په خپل ټویټر ځوابونه ورکړیدي او د هغوي سره یې د سیمې او د نړۍ په اړه خپلې ژمنې تکرار کړیدي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG