د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د جمعې په ورځ (د جولای ۱۷) د هېواد لومړنی په هایدروجن چلیدونکی اورګاډی پرانیست، او هند یې د هغو محدودو هېوادونو په ډله کې شامل کړ چې د پاکې انرژۍ له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخلي.
هند له جرمني، جاپان، چین او متحده ایالاتو سره یوځای د هغو هېوادونو په کتار کې راغی چې دا ډول اورګاډي لري. په هایدروجن چلیدونکي اورګاډي یوازې تودوخه او د اوبو بخار تولیدوي، چې د دودیزو ډیزلي لوکوموټیف په پرتله ډېر پاک او چاپېریال ته کم زیان رسوونکی بدیل ګڼل کېږي.
دا اورګاډی چې ۱۰ واګونونه لري د ۲,۶۰۰ مسافرو د لېږد وړتیا لري او هره ورځ به دوه ځله د هریانا ایالت د جند او سونيپت ښارونو ترمنځ، چې د ډیلي سره پوله لري، تګ راتګ وکړي.
مودي د اورګاډي له پرانیستې وروسته چې د ۹۰ کیلومتره اوږدې لارې لپاره تاسیس شوی وویل، هند به د موثریت د لوړولو، د لګښتونو د کمولو او د اورګاډو د شبکې د پراخولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
دا اورګاډی په هند کې ډیزاین، او جوړ شوی او تمه کېږي چې د ۱,۲۰۰ کیلوواټه هایدروجن فیول-سېل د محرک سیستم په وسیله په ساعت ۷۵ کیلومتره اعظمي سرعت سره حرکت وکړي.
هند د خپل شاوخوا ۷۰,۰۰۰ کیلومترو پراخې رېل پټلۍ چارې نږدې بشپړې برېښنايي کړې دي چې د نړۍ له سترو رېل شبکو څخه یوه ګڼل کیږي.
دا اقدام د دې لپاره کېږي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د هېواد د اورګاډو په سیستم کې د کاربن د تولید د صفر کچې هدف ته ځان ورسوي.
فورم \ دبحث خونه