د لاس رسي وړ اتصالات

مودي د اعتراضونو په زیاتېدو د چټکو محکمو او انصاف ژمنه وکړه 

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي اعلان کړی چې حکومت به د ازموینو د پوښتنپاڼو د افشا کولو په تور د تورنو چارواکو د عاجلو څېړنو او محاکمو لپاره ځانګړې محکمې جوړې کړي.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې د ځوانانو په مشرۍ یو اعتراضي غورځنګ د ده د اوسني حکومت له سترو ننګونو څخه یو ګڼل کېږي.

مودي د دغو اعتراضونو په اړه په خپلو لومړنیو څرګندونو کې ویلي چې د هند د ځوانانو راتلونکی او هوساینه د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده. نوموړي په اېکس پاڼه کې خبرداری ورکړی چې هر هغه څوک چې د هېواد د ځوانانو راتلونکی زیانمنه کړي، د قانون له منګولو تېښته نشي کولای.

خو معترضینو د حکومت دغه ژمنه رد کړې او ویلي یې دي چې دا اقدام د بېکارۍ، فساد او د حکومت د حساب ورکونې په څېر اساسي ستونزو ته ځواب نه وایي.

دغه اعتراضي غورځنګ وروسته له هغه رامنځته شو چې د هند د سترې محکمې مشر قاضي بېکاره ځوانان له "کاکروچ " سره تشبیه کړل. دغه څرګندونې پراخ غبرګونونه راوپارول او د معترضینو لپاره د یووالي او اعتراض سمبول وګرځېدې.

په همدې حال کې، د بشري حقونو د څار سازمان وایي چې هندي امنیتي ځواکونو د جولای په شلمه په نوي ډیلي کې د زده‌کوونکو او ځوانانو د سوله‌ییزو اعتراضونو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او لښتې وکارولې.

دغه سازمان له مودي حکومت څخه غوښتي چې د زور د غیر ضروري او زیات استعمال په اړه بې پرې پلټنې وکړي، د سوله‌ییزو اعتراضونو حق ته درناوی وکړي او د مظاهرو پر مهال د موبایل انټرنېټ بندول پای ته ورسوي.

اعتراضونه د جون په میاشت کې د طب د کانکور ازموینو د ناسمو مدیریتونو او د پوښتنپاڼو د افشا کېدو د تورونو له امله پیل شول، خو وروسته د ځوانانو د بېکارۍ، اداري فساد او د حکومت د حساب ورکونې غوښتنو ته هم پراخ شول.

د راپورونو له مخې، د جولای د شلمې په اعتراضونو کې د پولیسو ځینو غړو په شمول لسګونه کسان ټپیان شوي دي او یوه ځوانه ښځینه معترضه لا هم په خورا حساس روغتیايي حالت کې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG