د لاس رسي وړ اتصالات

موګریني 'له اسلام نه کرکه' نړیوال گواښ وباله


موګریني: له اسلام نه کرکه موږ ټولو ته ګواښ دی
موګریني: له اسلام نه کرکه موږ ټولو ته ګواښ دی

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ رئیسې د نیوزیلنډ وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي چې له "اسلام نه کرکه" نه یواځې مسلمانان بلکه ټوله بشري ټولنه گواښي.

فدریکا موګریني چې پاکستان ته تللې ده د دوشنبې په ورځ (مارچ ٢٥) یې په اسلام آباد کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې اروپایي مشران به اجازه ورنکړي چې هلته د اسلام نه کرکه ځای پیدا کړي.

میرمن موګریني وویل "زمونږ د ټولنو قوت په رنگارنگ والي کې دی او هر هغه څوک چې زمونږ په ټولنیز رنگا رنگوالي برید کوي داسې ده لکه پر ټولې ټولنې باندې یې چې برید کړی وي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم پدې خبري کنفرانس کې د نیوزیلنډ پر دوو جوماتونو باندې د تیرې اونۍ د بریدونو وروسته د هغه هیواد د صدراعظمې د مشرتابه ستاینه وکړه. پدغو بریدونو کې ٥٠ تنه ووژل شول چې نهه تنه یې پاکستانیان وو.

هغه وویل چې د نیوزیلنډ د صدراعظمې جسیندا اردرن، چلند نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې "ددې ډول پیښو په وړاندې د مبارزې نورې لارې چارې شته، دا چې څنگه ټولنې سره تړل کیږي، څنگه فرهنگونه، نژادونه او مختلف دینونه سره په سوله کې ژوند کولای شي.

د افغانستان سوله

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ رئیسې فدریکا، موګریني ویلي دي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان رول ارزښتناک دی او د هغې په وینا په افغانستان کې سوله نه یواځې د پاکستان په گټه ده بلکه د اروپایي اتحادیې لپاره هم خورا مهمه ده.

میرمن موګریني چې پاکستان ته سفر کړی دی د دوشنبې په ورځ (مارچ ٢٥) په اسلام آباد کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې اروپایي هیوادونه د پاکستان سره گډ کار کوي چې په افغانستان کې سوله ټینگه شي.

فدریکا موګریني وویل چې اروپایي اتحادیه د افغانستان د سولې د بهیر د روانو خبرو ملاتړ کوي او هڅه کوي چې په افغانستان کې سولې ته دواړه اړخونه وهڅوی او پدې هکله گټور رول ولوبوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پدغه خبري کنفرانس کې ژمنه وکړه چې هیواد به یې د افغانستان د سولې په بهیر کې خپل مسؤلیتونه ادا کړي.

XS
SM
MD
LG