د لاس رسي وړ اتصالات

افغان لیکوال او شاعر محمد اسحاق نګارګر د ۸۲ کلونو په عمر مړ شو


پيژندل شوی افغان لیکوال او شاعر استاد محمد اسحاق نګارګر
پيژندل شوی افغان لیکوال او شاعر استاد محمد اسحاق نګارګر

پيژندل شوی افغان لیکوال او شاعر استاد محمد اسحاق نګارګر د ۸۲ کلونو په عمر مړ شو.

د هغه د کورنۍ نژدې غړي وايي چې استاد نګارګر نن سې شنبه نومبر ۳۰ (لېندۍ ۹) د انګلستان په برمنګهم ښار په هارت لندز روغتون کې د کرونا ناروغۍ له امله ساه ورکړه.

افغان لیکوال او شاعر استاد نګارګر په ۱۳۱۸ لمریز کال کې د فاریاب ولایت مرکز میمنې کې زېږدلې و.

هغه د کابل پوهنتون د بشري علومو او ادبیاتو پوهنځۍ د ژبو او ادبیاتو له څانګې څخه فارغ شوی و.

نوموړی د کابل پوهنتون څخه تر فراغت وروسته لومړی د پروفیسور د اسیستانت په صفت او تر هغه وروسته د ادبیاتو او بشري علومو په پوهنځی کې د استاد په صفت دنده پيل کړه.

استاد نګارګر په ۱۹۸۴ کال کې له هیواد څخه مهاجر شو او په پاکستان کې له کډوالو سره یو ځای شو. هلته یې د افغان لیکوالانو له انجمن او د مرستې رسولو له بهرنیو بنسټونو سره همکاري کول.

د څه وخت لپاره یې د دري، پښتو او انګلیسي ژبې تدریس کاوه، کله به یې د تدریسي سلاکار په توګه هم همکاري کول.

نوموړي د ۳۳ کلونو لپاره د انګلستان په برمنګهم ښار کې ژوند کوی او د هغه ښار له پوهنتون څخه یې د انګلیسي ژبې په برخه کې ماسټري وکړه.

په انګلستان کې هم د انګلیسي او پښتو ژبې تدریس کاوه او د بي بي سي سرویس له پښتو او فارسي څانګي سره هم همکاري کول.

له دغه افغان لیکوال او شاعر څخه زیاتې سیاسي، ټولنیزي او فرهنګي مقالې پاتې شوي دي. په کور دننه او بهر جریدو کې چاپ شوي دي.

XS
SM
MD
LG