د لاس رسي وړ اتصالات

ناسا په سپوږمۍ کې د وسپنې نښې نښانې موندلې


د امریکا د فضایي څیړنو ادارې ( ناسا) د سپوږمۍ په لاندینۍ برخه کې د اوسپنې «اکساید او تیتانوم اکساید» د موجودیت په هکله قوي نښې نښانې پیدا کړي.

د ناسا د دغو کشفیاتو څخه داسې ښکاري چې سپوږمۍ د نړۍ د لومړنیو سیاریو څخه ده.

ساینس پوهان د کلونو راهیسې د سپوږمۍ په جوړښت او د هغې په شکل بحثونه کوي. یو نظر چې ډیرو ورکړی دا دی چې ممکن ملیاردونه کاله وړاندې د مریخ هومره یوه سیاره د ځمکې سره جنګیدلې او پاشل شوې وې.

د دې فرضیې پر بنسټ، پدې ټکر کې ځینې ټوتې د ځمکې د سطحې نه هوا ته پورته شوي او د ځمکې په سیارې کې یې حلقه جوړه کړې. دا فرضیه وایي کومه سپوږمۍ چې د ځمکې د مدار په شاوخوا کې لیدلي کیږي، د همدې حلقې نه جوړه شوې چې د وخت په تیریدو سره د خپلې جاذبې له وجې یو ځای شویدي.

د سپوږمۍ هغه لوړې سطحې چې د ځمکې نه د روښانه سیمو په شکل معلومیږي، د ځمکې په پرتله پکې ډير فلزي مواد شته. خو د سپوږمۍ هغه برخې، چې د ځمکې څخه د تیارو سیمو په شکل ښکاري، د ځمکې په پرتله پکې د اوسپنې اندازه ډیره ده.

دغه څیړنې هغې آلې کړې چې د سپوږمې په هکله د لا ډیرو معلوماتو د تر لاسه کولو لپاره د سپوږمۍ په مدار کې د خوځښت په حال کې او د سپوږمۍ په شمالي نیمه کرې کې ده.

XS
SM
MD
LG