د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: د روغتیا وزیر استعفا کړې؛ عثماني: ګوښه کړای شوی یم


د افغانستان د جمهوري ریاست د چارو ادارې د یو مکتوب په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني د استعفا د ترلاسه کولو وروسته د هغه استعفا منلې ده، خو ښاغلی عثماني ادعا کوي چې استعفا یې نده کړې.

د چارو د ادارې په مکتوب کې چې پرې د "اشد محرم" ټاپه لګول شوې راغلي دي: "د وزیر صاحب استعفا منظوره ده او هر مامور چې تر څارنې لاندې یې پراخ فساد وشي مسول دی، که ابهام موجود وي ځان دې معذول وګڼي."

پدې ترڅ کې ښاغلي عثماني د امریکاغږ سره په مرکه کې ادعا کړې چې استعفا یې نده کړې او د جمهور رئیس له خوا ګوښه کړای شوی دی. ښاغلي عثماني وویل: "ما پرون د جمهور رئیس سره مجلس درلود له ما نه یې وغوښتل چې استعفا وکړم، ما استعفا نده کړې، زما دلایل څرګند دي، نن هم جمهور رئیس صاجب اوه نیمې بجې راته زنګ وواهه او وویل چې استعفی دې راواستوه، زه استعفا نه کوم هیڅ فانوني دلایل نشته چې زه استعفا وکړم."

د امریکاغږ سره د ښاغلي عثماني مرکه دلته کتلای شئ:

د احمد جواد عثماني سره د امریکا غږ مرکه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:45 0:00

له دې څخه دوه ورځې مخکې د افغانستان د روغتیا وزارت څلور لوړپوړي مقامات د "رشوت غوښتلو" په تور ونیول شول چې د احمد جواد عثماني ورور هم په نیول شویو کسانو کې شامل دی.

د افغانستان د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د سه شنبې په ورځ دسمبر ۲۹ (مرغومي ۹) خبریالانو د یو تصویري پیغام په استولو سره وویل چې دغه کسان د افغانستان د روغتیا وزارت د یو شمیر کارکوونکو د اطلاع او شکایت وروسته ونیول شول.

احمد جواد عثماني د پنجشنبې په ورځ د کروناویروس په اړه په یو خبري کنفرانس کې تائید کړه چې ورور یې د روغتیا وزارت د نیول شویو کارکوونکو په ډله کې شامل دی. هغه ویلي چې ده ته د فساد د تورونو ارتباط ورکول "سیاسي دسیسه" ده.

XS
SM
MD
LG